د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ پنځمه ناسته

له ټاکنیزو او د ټاکنو اړوند بنسټونو سره د همغږۍ غونډه

د فیفا د ټاکنو برخې نن د روان کال د لړم په ۱۱مه (۲۰۱۷ د نومبر ۲مه) د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون، د نفوسو د احوالو د ثبت خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې او د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ د استازو په ګډون د ټاکنو ښکېلو او اړوند بنسټونو د همغږۍ پنځمه غونډه د فیفا د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه. په دغه غونډه کې له ټاکنو کمیسیون سره د اړوند ادارو د همغږۍ او د رایې ورکوونکو د نوملړ په چمتو کولو کې له دغې ادارې سره د همکارۍ په هکله خبرې وشوې.

په سر کې د نفوسو د احوالو د ثبت د ادارې مشر همایون محتاط د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او د کمیسیون په غونډو کې یې د دغې ادارې د استازو د پرله پسې شتون خبر ورکړ. نوموړي په بایومټریک ډول د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول د ټاکنیزو درغلیو د مخنیوي لپاره یوه اغېزمنه لار وبلله، خو د وخت د کمښت له کبله یې د دغې چارې ترسره کول ناشونی وګڼه. نوموړي څرګنده کړه چې هر کله د ټاکنو کمیسیون د کاغذي پېژندپاڼو پر بنسټ د رایې ورکوونکو د نوملړ د چمتو کولو تصمیم ونیوه نو د نفوسو د احوالو د ثبت اداره تیاره ده چې په پنځو میاشتو کې د رایې ورکونې ټولو وړ کسانو ته کاغذي پېژندپاڼه ووېشي او هغه په ډېټابېس کې هم ثبت کړي. خو هغه وویل چې دغه کار د کارکوونکو د استخدام، ولسوالیو ته د کسانو او وسایلو لېږدولو، د امنیت ټینګښت او د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ته د بودجې چمتو کولو په برخه کې د حکومت او نړیوالې ټولنې د همکارۍ په شرط شونی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ څلورمه ناسته

د همغږۍ څلورمه غونډه

۱۳۹۶ د تلې ۲۴مه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې ادارې، د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د ټاکنو څارونکې، د ښځو مشارکت او د ازادو او عادلانه ټاکنو د څارنې بنسټ (FETWA) د درنو استازو په ګډون د همغږۍ څلورمه غونډه جوړه کړه.

د غونډې په سر کې د فیفا د پروګرامونو مسوول ښاغلي محمد نعیم اصغري د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د غونډې موخې او اجنډا تشرېح کړه او له ګډون کوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل معلومات وړاندې کړي. د اجنډا له مخې د غونډې لومړنی ویناوال د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر او ویاند ښاغلي دوکتور عبدالبدیع صیاد په اجنډا کې د شته موضوعاتو په هکله چې لاندې یې یادونه شوې، معلومات وړاندې کړل.

۱. د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره د کمیسیون همغږي او له دوی سره د هوکړه لیک لاسلیکول؛

۲. د ټاکنیزو حوزو برخلیک؛

۳. د ټاکنو د مهالوېش اعلان او له څارونکو بنسټونو سره یې شریکول؛

۴. د رایې ورکونې د مرکزونو د ثبیتولو د کار پایله او له ښکېلو بنسټونو سره د مرکزونو د لېسټ د شریکولو وخت؛

۵. د رایې ورکوونکو د نوملړ د چمتو کولو کړنلاره او تطبیقي پلان؛

۶. د نظام بهر سیاستوالو منطقي غوښتنو ته د کمیسیون د منلو وړ ځواب؛

۷. د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو لپاره د وسایلو برابرول او په دې برخه کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې او د مخابراتو وزارت د همکارۍ څرنګوالی؛

۸. د دغه بنسټ د ولایتي مسوولینو په شمول د دایمي کارکوونکو د استخدام لپاره ګامونه؛

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه

د ۱۳۹۶ د وږی ۲۲مه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) مشرتابه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له کمېشنرانو او د دارالانشا مشر سره د دغه بنسټ د کنفرانسونو په صالون کې یوه غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې موخه یاد بنسټ ته «د ټاکنو کمیسیون د دویمې سل ورځنیو کړنو» څخه د فیفا د رپوټ وړاندې کول او د کمیسیون د وضعیت ښه کېدو په موخه وړاندیزونه و.

په پیل کې د فیفا اجرائیوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د غونډې د اسانتیاو له برابروونکو څخه مننه وکړه او د رپوټ ځینې برخې یې تشرېح کړې او د کمیسیون له غړو یې وغوښتل چې له لوستلو وروسته خپل نظرونه له فیفا سره شریک کړي. ښاغلي رشید «د کمیسیون لومړۍ سل ورځنیو کړنو» په هکله د فیفا د مخکني رپوټ ځینو وړاندیزونو ته په اشارې سره د ټاکنو کمیسیون د کمېشنرانو له نه پاملرنې څخه نیوکه وکړه. همدارنګه ښاغلي رشید د کمیسیون وضعیت، نورو ټاکنیزو شریکانو او د ټاکنو تر سره کولو لپاره د وخت تنګوالي ته په کتو سره نوي وړاندیزونه له دغه بنسټ سره شریک کړل چې لاندې یې یادونه کېږي او له دوی څخه یې وغوښتل چې د ټاکنیزو بنسټونو سمو او رغنده وړاندیزونو ته پاملرنه وکړي.

په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

د فیفا د ټاکنو برخې روان کال د غبرګولي په ۳یمه نېټه (د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۲۴مه) په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې، د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې، د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې، د فلو موسسې، د پراخو او ډیموکراټیکو ټاکنو ټولنې او د ملي ډیموکراټیک انستیتیوت د درنو استازو په ګډون د فیفا د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د ټاکنو د ترسره کولو، د ټاکنیزو حوزو کوچني کولو، د رایې ورکونې د مرکزونو ارزولو او د ټاکنو د نېټې په ګوته کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیاریو او په یادو برخو کې د ټاکنو د ښکېلو نورو بنسټونو د همکارۍ په هکله بحث وشو چې د هر بنسټ استازي په خپل وار سره د خپلو کړنو په هکله مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له رسمي غوښتنې سره سم به له دوی سره همکاري کوي.

په پای کې د ټاکنو ښکېلو بنسټونو استازو د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په برخه کې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون استازي ښاغلي رفیع الله بیدار سره شریک کړل او له هغه یې وغوښتل چې که چېرې حکومت د ټاکنیزو حوزو او د منلو وړ ټاکنو لپاره د کمیسیون اړین ملاتړ په اړه د کمیسیون وړاندیزونو ته پاملرنه ونه کړه نو دغه کمیسیون باید ژر تر ژره خپل دریځ د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي ترڅو د افغانستان خلک چې د ټاکنو د پروسې خاوندان دي د دغې ملي پروسې له پرمختګونو او کم کاریو څخه خبر شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلي استازي د وړاندیزونو له یاداښت څخه وروسته څرګنده کړه چې د حکومت د نه پاملرنې له دوام سره به دا موضوع د هېواد له وګړو سره شریکه کړي او د ټاکنو په اړوند به خپل تصمیم روښانه کړي.

د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

د فیفا د ټاکنو برخې روان کال د غویي په ۵مه نېټه د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه د دغه بنسټ د کنفرانسونو په سالون کې جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې، د ښځو د چارو وزارت، د افغان ښځو شبکې، د خط نو سازمان، د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې او د ملي ډموکراټیک انستیتیوت استازو ګډون درلود.

په غونډه کې د فیفا د پروګرامونو مسوول د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ، د ټاکنو د بهیر سمون لپاره د هغه اهمیت او له ټاکنو څخه مخکې، د ټاکنو په بهیر کې، له ټاکنو څخه وروسته او د ټاکنو ټولو پړاونو کې د ښکېلو بنسټونو رول په هکله په تفصیل سره خبرې وکړې. ورپسې ګډون کوونکو له ټاکنیزو کمیسیونونو سره د همکارۍ لپاره د ټاکنو په بهیر کې د خپلو بنسټونو د رول او مسوولیتونو په هکله بحث او خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د همغږۍ ورته غونډو جوړول کولای شي د هر بنسټ کاري اغېزمنتیا لا زیاته کړي او د ټاکنو د پروسې د روڼتیا او د بنسټونو د حساب ورکونې د اصل په ټینګښت کې رغنده اغېزه وکړي.

د غونډې په پای کې د فیفا پر مټ له جمع بندۍ وروسته وړاندیز وشو چې یادې غونډې د ټاکنو د بهیر له پیل څخه مخکې په میاشت کې یو ځل او د ټاکنو په بهیر کې په میاشت کې دوه ځلې جوړې شي او د غونډې اجنډا او هغه موضوعات چې د هر بنسټ پر مټ په غونډه کې وړاندې کېږي، له وړاندې په ګوته شي ترڅو د یادو بنسټونو استازي په پوره تیاري سره په غونډه کې ګډون وکړي او د غړو پوښتنې په کره توګه ځواب کړي.

د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر کب میاشتی پوری

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو له پېژندل کېدو وروسته هڅه وکړه ترڅو د کمیسیونونو ژمنې او کړنې وڅاري او له څرنګوالي یې کمیسیون او وګړي خبر کړي ترڅو له یوې خوا کمیسیون له هغه څخه په ګټې په خپلو چارو کې سمون راولي او له بلې خوا د هېواد وګړي لا زیات خبر شي. د یادونې وړ ده چې د فیفا موسسه په دغه رپوټ کې د درج شويو مسایلو په هکله د هغو د پېښېدو په وخت کې هم د رپوټونو، خبرپاڼو او په رسنیو کې د ګډون له لارې خپلې موندنې او نظریات له کمیسیون او د هېواد وګړو سره شریک کړي دي. خو دا دی د کمیسیون د کړنو د ارزونې او د ستونزو او نیمګړتیاو د له منځه وړلو لپاره یې د دغه رپوټ د چمتو کولو ګام پورته کړ چې محتوا یې په لاندې سرلیکونو تشرېح شوي دي:
د ټاکنو پلان جوړونه
د ټاکنو په کمیسیون کې د ټاکنیزو چارو د پر مخ بېولو لپاره د لیکل شوي پلان نشتوالی د دغه بنسټ یو له تر ټولو مهمو ستونزو څخه دی چې د ټاکنو کمیسیون د نویو غړو د کار له پیل څخه تر اوسه لیدل کېږي. دغه بې پروګرامي د دې لامل شوی چې ټاکنیز اصلاحات له تطبیق څخه پاتې شي، پر ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د خلکو بې باوري له منځه لاړه نشي او د ټاکنو وخت هم مشخص نشي. د موضوع د حقیقت موندنې لپاره ښه ده چې هغو کارونو ته اشاره وکړو چې د کمیسیون د بې پروګرامي ښکارندویي کوي:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له غړو سره لیدنه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي مشر، د پروګرامونو مسوول، د ټاکنو په چارو کې د فیفا سلاکار او د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول روان کال د وري په ۱۳مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له غړو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د دغې لیدنې موخه د ټاکنو کمیسیون د څلور میاشتنیو کړنو څخه د فیفا د څارنیزو موندنو شریکول و. د غونډې په پیل کې د فیفا اجرایوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د کمیسیون له غړو څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته یې لار هواره کړه او تر څنګ یې د رپوټ مهمو موندنو لکه په کمیسیون کې د ستراتیژیک او لیکل شوي ټاکنیز پلان نشتوالي، د دغه بنسټ پر مټ د ټاکنیزو کړنلارو او د قانون د احکامو له پامه غورځولو، له متخصصو ټاکنیزو بنسټونو سره د کمیسیون په همغږۍ، خبر ورکولو او تصمیم نیولو کې د ستونزو شتون او پر ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو پروسې باندې د باور بیا را منځته کولو پر بهیر یې د هغه اغېزو ته اشاره وکړه او د کمیسیون له غړو یې وغوښتل ترڅو د ستونزو د بیا ځلي کېدو په مخنیوي کې ګام پورته کړي. همدارنګه د کمیسیون د خپلواکۍ ساتل، د دباندنیو لاسوهنو مخنیوی، د ټاکنیزو حوزو د برخلیک ټاکل، د کمیسیون د غونډو علنیتوب، د کمیسیون په دننه کې د غونډو جوړول، د ځواب ویلو د اصل په پام کې نیول او په ټاکنو کې د متخصصو مدني بنسټونو سره د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیکول له هغو مواردو څخه و چې د فیفا د اجرایوي مشر او ورسره پلاوي له لوري وړاندیز شول او له کمیسیون څخه یې وغوښتل ترڅو یادو مواردو ته کلکه پاملرنه وکړي او د تېرو ستونزو له بیاځلي کېدو څخه مخنیوی وشي. ورپسې د کمیسیون مشر او غړو هم د ټاکنو په برخه کې د فیفا له بې پرې کار او پاملرنې څخه ستاینه وکړه او په خپله اداره کې یې د ستونزو شتون ومنل او ژمنه یې وکړه چې د هغو د هواري لپاره او د بیا ځلي کېدو په مخنیوي کې به هراړخیزه هڅه وکړي. په پای کې چمتو شوی رپوټ هم د فیفا له لوري د کمیسیون له غړو سره شریک کړای شو ترڅو د کمیسیون غړي د دغه رپوټ په هکله خپل نظریات او دلایل د هغه له عمومي خپرېدو څخه مخکې له فیفا سره شریک کړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو اعلامیه

ټاکنیز اصلاحات سربېره پر دې چې د ټاکنو د بهیر سمون، د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا، د پياوړي پارلمان او سالم اپوزیسیون جوړېدو لپاره د هېواد او د وګړو یو له اړتیاو څخه دی، په سیاسي هوکړه لیک کې د ملي یووالي حکومت د جوړښت یو له شرطونو څخه هم شمېرل کېږي؛ ځکه چې تېرو کړکېچنو ټاکنو پر ټاکنیز نظام او بنسټونو باندې د خلکو باور له منځه یووړ او وټاکل شوه ترڅو راتلونکی حکومت د نظام اصلاح او باور بیا راژوندي کولو باندې کار وکړي. تر څو چې ټاکنیز نظام او بنسټونه اصلاح نشي راتلونکې ټاکنې به بیا هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شي او خلک به د بې باورۍ له کبله پکې ګډون ونه کړي.
د ملي یووالي حکومت د جوړښت د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې وه چې د حکومت له جوړېدو سمدلاسه وروسته ټاکنیز اصلاحات پیل شي خو له بده مرغه چې یاد اصلاحات د دوه کلونو لپاره له سیاسي بندون سره مخامخ شول تر څو چې د کمیسیونونو نوي غړي د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په لومړۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو د لومړي پړاو د پلي کېدو په توګه ټاکنیزو کمیسیونونو ته ور وپېژندل شول. اوس د اصلاحاتو د نورو پړاونو پلي کول د ټاکنیزو کمیسیونونو پورې اړه لري ترڅو د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره لار هواره کړي.

نور مطلب لپاره رپورټ دانلود کړی

 

د ټاکنیزو اصلاحاتو پنځمه مشورتي غونډه:

د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتونکې ډلې خپله پنځمه مشورتي غونډه د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو په ګډون د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو د اعلامیې مسودې نهایي کولو پر سر د بحث په موخه د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د غونډو په صالون کې جوړه کړه چې په پایله کې د ډلې د غړو د نظریاتو او وړاندیزونو له اخیستو وروسته مسوده د ځینو مادو له زیاتولو او تعدیل څخه وروسته نهایي شوه. او پرېکړه وشوه چې مطرح شوي وړاندیزونه او طرحې په مسوده کې له ځای پر ځای کېدو څخه وروسته د فیفا پر مټ د مطبوعاتي کنفرانس له لارې خپاره شي.

کابل- ۱۳۹۵ د لړم ۲۵مه (۲۰۱۶ د نوامبر ۱۵مه)

د ټاکنیز اصلاحاتو لومړنۍ مشورتي غونډه

د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتونکې ډلې خپله لومړنۍ کاري غونډه نن د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۵مه د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې د فیفا په دفتر کې جوړه کړه. په دې غونډه کې د ډلې د داخلي دندو د اصولو مسودې او د ټاکنیز نظام د اصلاحي طرحې په مسودې باندې بحث وشو. په پایله کې ګډون کوونکو د داخلي دندو د اصولو په هکله خپل نظریات څرګند کړل او وټاکل شوه چې د نظریاتو له راټولو څخه وروسته په بله غونډه کې دغه اصول تصویب او نهایي شي. همدارنګه د ټاکنیز نظام د اصلاحي طرحې د مسودې ځینو مادو په هکله بحث وشو او د یادې طرحې د لا بډاینې لپاره د ګډون کوونکو نظریات واخیستل شول.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري