د حج او اوقافو له وزیر سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې غونډه

کابل – د ټاکنیزو اصلاحاتو د عدالت غوښتنې ډلې د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو د اعلامیې لپاره د عدالت غوښتنې خپله نهمه غونډه د حج او اوقافو له وزیر ښاغلي استاد فیض محمد عثماني سره جوړه کړه. په دې غونډه کې چې د حج او اوقافو په وزارت کې جوړه شوې وه، د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول رحمت الله صالحي د ډلې له معرفي کولو څخه وروسته د یاد وزارت له مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته یې لار هواره کړه او تر څنګ یې د فیفا، د ټاکنیزو اصلاحاتو ګډې کاري ډلې او د عدالت غوښتنې د غونډو د موخو په هکله معلومات وړاندې کړل. نوموړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو پوهاوي او له ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو څخه د ډډه کولو او د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې د مسوولیت ادا کولو په برخه کې د حج او اوقافو وزارت رول مهم وګاڼه. ورپسې د ډلې غړو هر یوه د رسنیو په همکارۍ د دغه وزارت لخوا د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو، د ټاکنو او نظام په هکله د جوماتونو د ملاامامانو د ځینو ویجاړوونکو فعالیتونو د مخنیوي پروګرامونو او د ښځو سیاسي ګډون په اړوند د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په هکله وړاندیزونه وکړل او غوښتنه یې کړه ترڅو د یادو موضوعاتو په تړاو د دغه وزارت پروګرامونه څرګند کړي. ښاغلي عثماني په هېواد کې د سیاسي ټیګاو لپاره د ټاکنو مهم ګڼلو تر څنګ د ټاکنو د څارنې او د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا له فعالیتونو څخه ستاینه و

کړه. نوموړي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استراتیژیکو مطالعو، تدقیق او ارشاد په برخو کې د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل:"د جوماتونو او منبرونو معیاري کولو لپاره کار پیل شوی دی. اوس مهال په دغه بنسټ کې د علماو کمېټه جوړه شوې ترڅو د کابل ښار د جوماتونو د جمعې ورځې د خطبې موضوعات ولیکي او د جوماتونو خطیبانو ته یې ورکړي. ټاکنیز بنسټونه او د ټاکنو څارونکي بنسټونه کولای شي له یادې کمېټې سره اړیکه ونیسي او خپل موضوعات علماو ته د رسولو لپاره د هغو په لاس کې ورکړي. دغه وزارت کولای شي د تاسو پیغامونه د هېواد تر لیرې پرتو سیمو ته ورسوي."

په پای کې د ټاکنو او ښځو او ځوانانو په برخو کې د فیفا استازو وویل چې د فیفا موسسه تیاره ده ترڅو د ټاکنیزو توکو په برابرولو کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي او زیاته یې کړه:"د فیفا موسسه حاضره ده ترڅو د ټاکنو د بېلابېلو پړاوونو په هکله د خلکو پوهاوي لپاره ټاکنیز مواد د دغه وزارت په لاس کې ورکړي." ښاغلي عثماني د دغه وړاندیز هرکلی وکړ.

چهارشنبه، ۱۳۹۴ د لیندۍ ۱۲مه

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري