د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر کب میاشتی پوری

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو له پېژندل کېدو وروسته هڅه وکړه ترڅو د کمیسیونونو ژمنې او کړنې وڅاري او له څرنګوالي یې کمیسیون او وګړي خبر کړي ترڅو له یوې خوا کمیسیون له هغه څخه په ګټې په خپلو چارو کې سمون راولي او له بلې خوا د هېواد وګړي لا زیات خبر شي. د یادونې وړ ده چې د فیفا موسسه په دغه رپوټ کې د درج شويو مسایلو په هکله د هغو د پېښېدو په وخت کې هم د رپوټونو، خبرپاڼو او په رسنیو کې د ګډون له لارې خپلې موندنې او نظریات له کمیسیون او د هېواد وګړو سره شریک کړي دي. خو دا دی د کمیسیون د کړنو د ارزونې او د ستونزو او نیمګړتیاو د له منځه وړلو لپاره یې د دغه رپوټ د چمتو کولو ګام پورته کړ چې محتوا یې په لاندې سرلیکونو تشرېح شوي دي:
د ټاکنو پلان جوړونه
د ټاکنو په کمیسیون کې د ټاکنیزو چارو د پر مخ بېولو لپاره د لیکل شوي پلان نشتوالی د دغه بنسټ یو له تر ټولو مهمو ستونزو څخه دی چې د ټاکنو کمیسیون د نویو غړو د کار له پیل څخه تر اوسه لیدل کېږي. دغه بې پروګرامي د دې لامل شوی چې ټاکنیز اصلاحات له تطبیق څخه پاتې شي، پر ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د خلکو بې باوري له منځه لاړه نشي او د ټاکنو وخت هم مشخص نشي. د موضوع د حقیقت موندنې لپاره ښه ده چې هغو کارونو ته اشاره وکړو چې د کمیسیون د بې پروګرامي ښکارندویي کوي:


1. د ټاکنو د کمیسیون د غړو له لوري د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۸مه د لومړني کنفرانس جوړول. په دغه کنفرانس کې د کمیسیون مشر ژمنه وکړه چې د رایې ورکوونکو نوملړ به چمتو کوي، د رایې ورکونې مرکزونه به یو ډول کوي، د ټاکنو روڼتیا به ساتي، د کمیسیون خپلواکي به ساتي او د رسنیو او څارونکو تر مخ به تصمیمونه نیسي، خو د دغو ژمنو په پلي کولو کې یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
2. د اداري او مالي چارو، ساحوي او حقوقي عملیاتو د ترسره کولو لپاره د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۱۳مه د درې کمېټو له جوړښت څخه د کمیسیون خبرونه. خو تر اوسه د یادو کمېټو له کړنو څخه کوم خبر نشته.
3. د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د ټاکنو د وخت له اعلان څخه د کمیسیون اعتراف. د ټاکنو کمیسیون په یاده نېټه خبر ورکړ چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به د ټاکنو نېټه اعلان کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
4. د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۳۰مه د رایې ورکونې د کارتونو او حوزو په هکله له مدني بنسټونو سره د همغږۍ د غونډې جوړول. په دې غونډه کې ټولیز بحثونه وشول او په پای کې کمیسیون ژمنه وکړه چې بله غونډه جوړه شي او د موضوع په هکله مشخص بحث وشي. خو بله غونډه جوړه نشوه او د حوزو د کوچني کولو رپوټ حکومت ته واستول شو؛ ان محتوا یې هم له څارونکو بنسټونو سره شریک نه کړای شو.
5. په ۲۰۱۷ کال کې د ټاکنو د وخت ټاکلو په برخه کې د حکومت د فرمایشونو پر وړاندې چوپتیا. ولسمشرۍ د سلواغې په ۲۴مه د ولسمشرۍ په ارګ کې یوه غونډه جوړه کړه چې په دې غونډه کې د ټاکنو کمیسیون د غړو سربېره اجراییه رییس، د ملګرو ملتونو استازي او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم ګډون درلود. ولسمشر په دې غونډه کې د کمیسیون غړو ته سپارښتنه وکړه چې د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې په ۲۰۱۷ کال کې وشي؛ خو د ټاکنو کمیسیون په دې هکله هېڅ ډول نظر وړاندې نه کړ.

د قوانینو او کړنلارو مراعتول
د ټاکنو کمیسیون مکلف دی ترڅو خپل فعالیتونه د اساسي قانون او د ټاکنو قانون په چوکاټ کې ترسره کړي او د قانون سم پلي کېدو لپاره هغه کړنلارې چې د کمیسیون پر مټ تصویب شوي یا تصویبېږي مراعات کړي. خو له بده مرغه چې د کمیسیون درې میاشتنۍ کړنې د ټاکنو د قانون او کړنلارو د له پامه غورځېدو څو موارده ښيي چې یو شمېر یې دا دي:
1. د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا ریاست ته د شرایطو وړ درې نوماندانو ولسمشر ته په معرفي کولو کې د ټاکنو د قانون ۲۲مې مادې له پامه غورځول: د ټاکنو کمیسیون له یادې مادې له مخې درې نوماندان د مرغومي په ۲۵مه ولسمشر ته ور وپېژندل، خو دا چې د کسانو په ټاکنه او معرفي کولو کې د قانون حکم چې د اکثریتو غړو پر هوکړه ټینګار کوي، تر پښو لاندې شوه او بلې خوا روڼتیا له منځه لاړه، حکومت د ۶ نورو نوماندانو د معرفي کولو غوښتنه هم وکړه. کمیسیون هم پرته له دې چې د قانون حکم په پام کې ونیسي د حکومت دغه سپارښتنه یې د کب په ۱۱مه سر ته ورسوله او نور ۶ کسان یې ولسمشر ته معرفي کړل.
2. د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا ریاست ته د شرایطو وړ درې نوماندانو په ګوته کولو او ولسمشر ته یې په معرفي کولو کې د استخدام د پروسې د کړنلارې له پامه غورځول: د په ګوته کولو او استخدامولو د پروسې د کړنلارې له مخې درې نوماندان باید د څارونکو بنسټونو د څارونکو او رسنیو په شتون کې په ګوته او معرفي شوي وای او د څارونکو بنسټونو استازي د رایې له حق پرته د استخدام د کمېټې غړي وای خو یوازې د مرکې پر مهال د ځینو بنسټونو څارونکو ته بلنه ورکړ شوې وه ترڅو یوازې د مرکې له بهیر څخه څارنه وکړي او د مرکې مخکې او وروسته فعالیتونه له څارونکو پټ پاتې شول؛ ان د دویم پړاو مرکې څخه د څارنې لپاره هم څارونکو ته بلنه ورنه کړل شوه ترڅو له یاد بهیر څخه څارنه وکړي.
3. د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو په برخه کې د ټاکنو د قانون ۳۵مې مادې له پامه غورځول: د یادې مادې له مخې د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو صلاحیت د ټاکنو کمیسیون پورې اړه لري خو کمیسیون د ۳۵مې مادې حکم د پلي کېدو په هکله د رپوټ په استولو سره په دې برخه کې د تصمیم نیونې صلاحیت حکومت ته وسپاره.
4. د ټاکنو د قانون د ۲۰مې مادې ۳یمې فقرې له پامه غورځول: د دې مادې له مخې «د ټاکنیز مهالوېش د تعینولو، د نوماندانو د صلاحیت او اسنادو پلټنه، د نوم لیکنې او رایې ورکونې د مرکزونو د شمېر او د محلاتو شمېر تعین او تصدیق، د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول، د ټاکنیزو حوزو تعین، د ټاکنیزو حساسو موادو چاپ او خپرول، د رایو شمېرنه او د پایلو اعلانول علني دي. د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او د رسنیو استازي، ملي او نړیوالو څارونکي او مشاهدین د اعتبارپاڼې د درلودو په صورت کې کولای شي د کمیسیون په غونډو کې ګډون وکړي.» خو د ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو حوزو په تعینولو کې د یادو بنسټونو ګډون ته لار هواره نه کړه.

د ټاکنو څارونکو بنسټونو سره همغږي او خبر ورکول
د ټاکنو د قانون ۸۳یمې مادې له مخې څارونکي او مشاهدین معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، خو کمیسیون په خپلو غونډو کې د ټاکنو د حوزه بندۍ، د ټاکنیز مهالوېش تعین، د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول، د رایې ورکونې د مرکزونو او محلاتو تثبیت، له ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه ته ورته مواردو او خپلو نورو مشورتي غونډو کې له فیفا موسسې او د مدني ټولنې نورو بنسټونو سره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې او لازم معلومات یې په واک کې نه دي ورکړي.
همدارنګه د خبر ورکولو و معلوماتو د شریکولو په برخه کې هم دغه بنسټ له کلکو ستونزو سره مخامخ و او تر اوسه نه دی توانېدلی چې لازم معلومات له څارونکو بنسټونو، رسنیو او وګړو سره شریک کړي. هغه موارد چې په دې برخه کې د کمیسیون د ستونزو ښکارندویي کوي، په لاندې ډول دي:
1. د مالي او اداري، ساحوي عملیاتو او حقوقي چارو د کمېټو له کړنو چې د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په ۱۳مه د ټاکنو کمیسیون پر مټ جوړې شوې، د څارونکو بنسټونو نه خبرتیا.

2. د ۱۳۹۵ کال کب میاشت کې له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې د بحث طرحه. حکومت او د ټاکنو کمیسیون د کب په لومړیو کې د ټکنالوژۍ د کارونې بحث مطرح کړ خو د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په هکله معلوماتو ورکولو او د څارونکو او تمویلوونکو بنسټونو اندېښنو ته ځواب ورکونې ته پاملرنه ونشوه.
3. د ټاکنیزو مسایلو په هکله د ټاکنو کمیسیون او حکومت په برخلیک ټاکونکو او مهمو غونډو کې د ټاکنو متخصصو بنسټونو ګډون او نظر څرګندولو لپاره فرصت نه برابرېدل او د دغو غونډو بې پایلې پاتې کېدل.
د ټاکنیزو مسایلو په هکله د تصمیم نیونې څرنګوالی او د باور را منځ ته کولو پر بهیر باندې یې اغېزې
د ټاکنیزو اصلاحاتو په پلي کولو او په کمیسیون کې د څېرو د بدلون یو له مهمو موخو څخه پر ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو پر بهیر باندې د خلکو د باور بیا را ژوندي کول و. د ټاکنو کمیسیون غړي او د کمیسیون جوړوونکي باید هڅه وکړي ترڅو د قانوني، سم او بې پرې دریځ او تصمیم نیولو سره د کمیسیون خپلواکي وساتي او پر کمیسیون او ټاکنو بهیر باندې د خلکو باور بېرته را ژوندی کړي. خو د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۱مه د دارالانشا ریاست څوکۍ ته د ۹ نوماندانو معرفي کېدل، ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۸مه ننګرهار ته د پکتیکا د ټاکنو کمیسیون ولایتي امر ذبیح الله وګړي تبدیلي او حکومت له لوري د ۱۳۹۵ کال په کب میاشت کې د ټکنالوژۍ کارونې بحث مطرح کېدل دغې چارې ته د دوی د نه پاملرنې ښکارندویي کوي.
د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا ریاست ته د درې نوماندانو په معرفي کولو کې د اکثریتو غړو د هوکړې د شتون په اړوند د ټاکنو د قانون ۲۲مې مادې د حکم تر پښو لاندې کولو سره حکومت ته د لاسوهنې لار هواره شوه او حکومت د یادې مادې له مخې د نورو ۶ کسانو د معرفي کولو غوښتنه وکړه. له بلې خوا ذبیح الله وګړي په داسې حال کې تبدیل شو چې د پکتیکا ولایت د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو ترخې خاطرې د خلکو په یاد وې. دغه کار له یوې خوا د ملکي خدماتو د قانون سره په ټکر کې و او له بلې خوا د کمیسیون پر نه خپلواکۍ او د غړو نه بې پرېتوب بې باوري یې زیاتې کړې. همدارنګه له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې بحث باید د ټاکنو کمیسیون پر مټ مطرح شوی وای او له نورو سره شریک کړای شوی وای خو دغه بحث زیاتره د حکومت پر مټ پر مخ بېول کېږي نه د ټاکنو کمیسیون پر مټ چې دغه کار له یوې خوا د اساسي قانون ۱۵۶مې مادې سره په ټکر کې او د کمیسیون د خپلواکي اصل سره مخالف دی او له بلې خوا هم په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې بحث پر سر بې باوري را منځ ته کوي.
وړاندیزونه:
1. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو کارونو د سمون لپاره باید ستراتیژيک، لیکل شوی پروګرام د مهالوېش او د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره چمتو کړي:

• پروګرامونه باید د هېواد وضعیت او شرایطو او د رڼو ټاکنو ترسره کېدو په پام کې نیولو سره چمتو شي؛
• پروګرامونه باید داسې چمتو شي چې تېرې تېروتنې او نیمګړتیاوې له منځه یوسي او یا یې کچه ټیټه کړي؛
• پروګرامونه باید د ټاکنیزو متخصصو او اړوند بنسټونو سره په سلا چمتو شي ترڅو د بنسټونو د همکارۍ او همغږۍ لامل شي او د ټاکنو د مسایلو په هکله د حکومت د بې غورۍ مخنیوی وکړي؛
• د دغه پروګرام د مهالوېش په برخه کې باید غور وشي ترڅو د مسوولیتونو په ترسره کولو کي د ټاکنو د کمیسیون او د نورو اړوند ټاکنیزو بنسټونو د مکلفیت، غور او پاملرنې د رامنځ ته کېدو لامل شي.

2. د ټاکنو کمیسیون باید د اساسي قانون او د ټاکنو قانون له مخې ګام پورته کړي او د کړنلارو تر پښو لاندې کولو څخه مخنیوی وکړي. همدارنګه هغه کړنلارې چې تازه لیکل کېږي باید د لاندې مواردو په پام کې ولري:

• هغه کړنلارې چې باید د ټاکنو ښکېلو او متخصصو بنسټونو سره به بشپړه همغږۍ کې چمتو شي؛
• د قوانینو د سم پلي کېدو ته لار هواره کړي او په پروسه کې د ستونزو را منځ ته کېدو مخنیوی وکړي؛
• دغه کړنلارې د کمیسیون د مسوولیتونو په سر ته رسولو کې روڼتیا را منځ ته کړي؛

3. د ټاکنو کمیسیون د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې له مخې یو خپلواک کمیسیون دی نو هغه مصادیق چې د کمیسیون خپلواکي په بشپړه توګه تعریفوي باید د ټاکنو کمیسیون له لوري تشرېح او په دغه بنسټ کې پلي شي داسې چې لامل شي ترڅو:

• د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپلو تصمیمونو کې خپلواک پاتې شي او خپلې دندې په بشپړه توګه او د ټول مسوولیت په منلو سره سر ته ورسوي؛
• د ټاکنو کمیسیون سازماني خپلواکي له مجریه قوې څخه وساتل شي او وکړای شي چې خپله خط مشی د قانون په چوکاټ کې په خپلواکه توګه تعین کړي؛
• د خپلواکۍ ټینګښت باید کمیسیون خلکو ته د رپوټ ورکونې او حساب ورکونې څخه اغېزمن نه کړي بلکې کمیسیون د خپلواکۍ په ساتلو سره په خپله کاري برخه کې یو حساب ورکوونکی او اغېزمن بنسټ وي؛
• د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بودجې په لګولو کې خپلواک پاتې شي او له لاسوهنو مخنیوی وشي؛
• د ټاکنو کمیسیون د پرسونل د استخدام په پروسه کې او د تشکیلاتو په تنظیمولو کې خپلواک پاتې شي او د بېلابېلو کسانو له لاسوهنې څخه مخنیوی وشي؛
• د کمیسیون د غړو بې پرېتوب وساتل شي او د سیاسي ګوندونو او کسانو له نفوذ څخه مخنیوی وشي.

4. د ټاکنو کمیسیون باید هڅه وکړي ترڅو ټاکنیز متخصص بنسټونو ته د ټاکنو د قانون له مخې په ټاکنیزو مسایلو کې ونډه ورکړي او د کمیسیون او هغو تر منځ لازمه همغږي را منځ ته کړي ترڅو د هغو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي او هغوی وکړای شي له کمیسیون سره مرسته وکړي. د ټاکنو کمیسیون په دې برخه کې باید لاندې موارد په پام کې ونیسي:

• د همکاریو د بهیر سمون او د ښې همغږۍ را منځ ته کولو لپاره د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیکول؛
• د ټاکنو د قانون له مخې د دغه کمیسیون له بېلابېلو کاري پړاونو څخه د ټاکنیزو بنسټونو د څارنې لپاره لار هوارول؛
• له ټاکنیزو څارونکو بنسټونو سره په لازم وخت کې د معلوماتو شریکول او د ټاکنیزو چارو د سمون په برخه کې د هغو د نظریاتو اخیستل؛

5. د ټاکنو کمیسیون باید د دغه بنسټ د کارکوونکو د استخدام او تبدیلۍ کړنلاره چمتو او له اړوند ټاکنیزو بنسټونو سره شریک کړي ترڅو لږ تر لږه لاندې ټکي پکې وي:
• د استخدام په پروسه کې روڼتیا او د ستونزو او لاسوهنو د را منځ ته کېدو مخنیوی؛
• د وړتیا او تخصص په پام کې نیولو سره د جنډر مراعتول په تېره بیا په مدیریتي کچو کې.

6. مطبوعاتي مسوول باید له رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو لپاره یوه مسلکي ډله را منځ ته کړي ترڅو کره او په وخت سره اطلاعات وګړو ته ولېږدول شي. یاده ډله باید لاندې ځانګړنې ولري:

• له ټاکنیزو مسایلو څخه د لازمو معلوماتو او پوهاوي درلودل؛
• رسنیو، مدني بنسټونو او وګړو ته د کمیسیون له فعالیتونو سره په وخت سره د کره معلوماتو د لېږدولو توان درلودل؛
• په ټاکنیزو مسایلو کې د ټاکنیزو اړوند او ښکېلو اړخونو اندېښنو ته د کمیسیون د ځواب د لېږدولو توان درلودل؛
• د رسنیو په پروګرامونو کې ګډون؛
• په ټاکنیزو بحثونو کې ګډون؛
• د ټاکنو اړوند کنفرانسونو او غونډو کې ګډون.

7. کمیسیون باید لږ تر لږه په میاشت کې دوه ځلې مطبوعاتي کنفرانسونه جوړ کړي ترڅو وګړي د کمیسیون له فعالیتونو څخه په سمه توګه خبر شي. په دغه کنفرانسونو کې باید:

• هغه خبرونه او معلومات چې وګړو ته وړاندې کېږي، د کره پلان او تصمیمونو له مخې وي؛
• د تېرو کړنو او راتلونکو پروګرامونو درلودونکي وی.

8. کمیسیون په ټاکنیزو بحثونو کې باید محوري رول ولري د نورو همکارۍ ته هم لار هواره کړي.
9. د ټاکنو کمیسیون باید د ۱۳۹۵ کال د کړنو او د ۱۳۹۶ کال د پروګرامونو خپل مفصل رپوټ په همدغو ورځو کې له وګړو سره شریک کړي.
10. د ټاکنو کمیسیون له تصمیمونو څخه د ټاکنو د متخصصو بنسټونو، رسنیو او وګړو خبرتیا د باور را ژوندي کولو، د دغه بنسټ په کاري چارو کې د حساب ورکونې او روڼتیا د ټینګښت په برخه کې یو له مهمو مواردو څخه دی، نو لازمه ده چې د ټاکنو په کمیسیون کې نیول شوي تصمیمونه د دغه بنسټ د انټرنټي پاڼې له لارې خپاره شي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري