د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

د فیفا د ټاکنو برخې روان کال د غویي په ۵مه نېټه د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه د دغه بنسټ د کنفرانسونو په سالون کې جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې، د ښځو د چارو وزارت، د افغان ښځو شبکې، د خط نو سازمان، د افغانستان د ټاکنو د څار موسسې او د ملي ډموکراټیک انستیتیوت استازو ګډون درلود.

په غونډه کې د فیفا د پروګرامونو مسوول د ښکېلو بنسټونو تر منځ د همغږۍ، د ټاکنو د بهیر سمون لپاره د هغه اهمیت او له ټاکنو څخه مخکې، د ټاکنو په بهیر کې، له ټاکنو څخه وروسته او د ټاکنو ټولو پړاونو کې د ښکېلو بنسټونو رول په هکله په تفصیل سره خبرې وکړې. ورپسې ګډون کوونکو له ټاکنیزو کمیسیونونو سره د همکارۍ لپاره د ټاکنو په بهیر کې د خپلو بنسټونو د رول او مسوولیتونو په هکله بحث او خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د همغږۍ ورته غونډو جوړول کولای شي د هر بنسټ کاري اغېزمنتیا لا زیاته کړي او د ټاکنو د پروسې د روڼتیا او د بنسټونو د حساب ورکونې د اصل په ټینګښت کې رغنده اغېزه وکړي.

د غونډې په پای کې د فیفا پر مټ له جمع بندۍ وروسته وړاندیز وشو چې یادې غونډې د ټاکنو د بهیر له پیل څخه مخکې په میاشت کې یو ځل او د ټاکنو په بهیر کې په میاشت کې دوه ځلې جوړې شي او د غونډې اجنډا او هغه موضوعات چې د هر بنسټ پر مټ په غونډه کې وړاندې کېږي، له وړاندې په ګوته شي ترڅو د یادو بنسټونو استازي په پوره تیاري سره په غونډه کې ګډون وکړي او د غړو پوښتنې په کره توګه ځواب کړي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري