په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

د فیفا د ټاکنو برخې روان کال د غبرګولي په ۳یمه نېټه (د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۲۴مه) په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د مرکزي احصایې خپلواکې ادارې، د نفوسو د احوالو د ثبت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو ادارې، د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې، د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې، د فلو موسسې، د پراخو او ډیموکراټیکو ټاکنو ټولنې او د ملي ډیموکراټیک انستیتیوت د درنو استازو په ګډون د فیفا د کنفرانسونو په صالون کې جوړه کړه.

په دغه غونډه کې د ټاکنو د ترسره کولو، د ټاکنیزو حوزو کوچني کولو، د رایې ورکونې د مرکزونو ارزولو او د ټاکنو د نېټې په ګوته کولو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تیاریو او په یادو برخو کې د ټاکنو د ښکېلو نورو بنسټونو د همکارۍ په هکله بحث وشو چې د هر بنسټ استازي په خپل وار سره د خپلو کړنو په هکله مفصلې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له رسمي غوښتنې سره سم به له دوی سره همکاري کوي.

په پای کې د ټاکنو ښکېلو بنسټونو استازو د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په برخه کې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون استازي ښاغلي رفیع الله بیدار سره شریک کړل او له هغه یې وغوښتل چې که چېرې حکومت د ټاکنیزو حوزو او د منلو وړ ټاکنو لپاره د کمیسیون اړین ملاتړ په اړه د کمیسیون وړاندیزونو ته پاملرنه ونه کړه نو دغه کمیسیون باید ژر تر ژره خپل دریځ د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي ترڅو د افغانستان خلک چې د ټاکنو د پروسې خاوندان دي د دغې ملي پروسې له پرمختګونو او کم کاریو څخه خبر شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښاغلي استازي د وړاندیزونو له یاداښت څخه وروسته څرګنده کړه چې د حکومت د نه پاملرنې له دوام سره به دا موضوع د هېواد له وګړو سره شریکه کړي او د ټاکنو په اړوند به خپل تصمیم روښانه کړي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري