دټاکنو ورځ۲۰۱۰کال دڅارني لومړي راپور

دتیر کال دولسمشري په ټاکنو کې دپراخه درغلیو او له قانون څخه دسرغړنو لکبله دروان کال ۲۰۱۰ دولسي جرګي په ټاکنو کي دروڼتوب په هکله خلک بی باوري او اندیښنې زیاتي وی. سږنې ټاکنې دتیرو ټاکنوسره مقایسه کول او په اړه یې څه ویل وخت اوپه ولایتونو کې دڅارونکو دراپورونو دقیق څیړلو ته اړتیا لری،دټاکنو په هکله ټولي څیړني او تحلیلو نه باید دنړیوال میکانیزم سره سم دافغانستان راون بهران او دټاکنوپه مخ کې دپرتو ستونزو ته په پام کې نیولو سره برابر ترسره شي، دیادولو وړده چه سږنۍ (۲۰۱۰)کال دولسی جرګی ټاکني باید په افغانستان کې وروستني ټاکنې ونه ګڼل شي،دټاکنو بهیر درایې په ورکولو سره په دغه ورځ پاي ته نه رسیږي ، بلکي درایې ورکولو څخه وروسته دشکایتونو څیړل او دپاي نتیجه لاس ته راوړل لږ ترلږه شپږاونۍ وخت نیسې .

دافغانستان دټاکنو آزاد اوعادلانه بنسټ (فیفا) دټاکنو په ورځ پدی وتوانیده چه په ټول هیواد کي تقریبا ۶۰٪ داریې اچوني مرکزونو څخه دبي پلوه (۷۰۰۰) څارونکو په مټ او مرسته څارنه ترسره کړه. دفیفا څارونکو د رایې اچوني په ورځ اودهغي وروسته ورځ کې دتلیفون په واسطه دلنډو پیفامونو او راپورونو له لاری دټاکنو په هکله دغه زیات معلومات راټول او بیایې په منظمه توګه دفیفا مرکزی دفترته انتقال کړی دي.
دټاکنو په بهیرکي فیفا پدی وتوانیده چه دروان کال ۲۰۱۰ دولسی جرګی دټاکنو په اړوند لومړی مقدماتی څیړنه وړاندی کړی . دفیفا له ټولو خبری رسنیو او اشخاصو څخه هیله کوي چه ددغه بهیر ترپای پوری دی له خپلو نظریاتو او څرګندونو څخه دی ډډه وکړي ، دټاکنو په ورځ ټینګ امنیتی تدابیر له زیاتو ارزښتناکو ټکو څخه بلل کیږي . په ټاکنوکي دزیاتوګواښونو اوتهدیدنو باوجود هم افغانانو نړی ته دا وښوده چه دوی په هیوادکي ددیموکراسی پلویان او غوښتونکې دی .
هغه کسان چه په مرکزونوکي دټاکنو دلوژیستکی او یاد بی امنیتی له کبله درایې اچونی له حق څخه محروم پاتی شوی فیفایی په هکله دجورخفګان څرګندونه کوي، دټاکنو دټولو کارکونکو مسوولیت او زیمواري لری چه دخلکو داریو احترام او امانت ساتنه وکړي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري