د ۱۳۹۳کال د ولسمشریزې ټاکنې د نوم لیکنې څخه د فیفا د نظارت پروګرام پیل کړ

د ولسمشریزې ټاکنې د نوم لیکنې د نظارت په اړه د فیفا ولایتي مسوولینو په مرکزي دفتر کې لازمې زده کړې ترلاسه کړي، دغه پروګرام دوه ورځې دوام وکړ( ۲۱،۲۰) او د فیفا د ۳۴ ولایتونو مسوولینو ته پکې د نوم لیکنې د پروسي په اړه لازمې لارښونې او معلومات وړاندي شول.
په دغه پروګرام کې د مشاهدې اصول، طرزالعمل، د نوم لیکنې اصول او د نوم لیکنې په پروسه کې دګډوډیو ثبتولو په اړه د فیفا ولایتي مسوولینو زده کړې ترلاسه کړي.
دغه راز د هغه اونیز راپوټ او چک لیست په هکله هم بحث وشو چې ترمخه یې په اونیز ډول له ولایتونو څخه مرکز ته راپوټ راستول کیږي.
ټاکل شوي ده چې ولایتي مسوولین به په ولایتونو کې دولسوالیو مسولینو سره دغه معلومات شریک کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو دنوم لیکنې لړي د غبرګولي په ۵مه پیل شوي او تر ۱۰ میاشتو پوري به دوام وکړي.
د کمیسیون د معلوماتو پراساس، په کابل کې دري مرکزونه، په لویو ولایتونو کې دوه مرکزونه او په کوچینو ولایتونو کې یو مرکزپه فعالیت پیل کړی دی ، په پام کې ده چې د کابل ښار په ټولو ناحیو او ولسوالیو کې هم دنوم لیکنې مرکزونه پرانیستل شي. فیفا په ټول هیواد کې دنوم لیکنې له پروسي څخه نظارت کوي.

د ۱۳۸۹ کال دولسي جرګي دټاکنو په اړه دښځو دڅانګي راپور

دافغانستان په څیر هیواد کي زیاته ستونزمنه ده چی ښځي په سیاسي بهیر کي ونډه واخلي خوبیاهم د ډیرو هڅو وروسته دقانوني ضمانتونو په جوړولوسره په ټاکنو کي دښځوونډه تامین شوه.

که څه هم دافغانستان په اساسي قانون اونوروقوانیونوکي دښځوسیاسي حقوق ددولت لخوا حمایه شوی دي، مګر دقوانینو په پلې کیدو کي لاتراوسه پوری محدویتونه شتون لري، دافغانستان داساسي قانون ۲۲مادی دښځواو نارینه و دمساوی حقوقو په هکله داسی صراحت کړي دي:[دافغانستان داتباعو تر منځ هرراز تبعیض او امتیازمنع دي ، دافغانستان اتباع ښځې او نارینه دقانون په وړاندي مساوي حقوقو اووجایب لري].

نور مطلب لپاره ګزارش دانلود کړی

فیفا: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکه څیړ نې غوښتنه کوي

چنګاښ ۲۶ کال ۱۳۸۹، کابل

د روان میلادی کال د پارلماني ټاکنو د شکایتونو اوریدنې لړۍ د روڼوالي د نشتوالي سره ملګرې وه او ستونزي مې رامنځته کړي. دغه مطلب د فیفا لخوا چی په افغانستان کې تر ټولو ستر د ټاکنیز څار بنسټ دی د پنجشنبه په ورځ څرګند مشو او ویې چې حکومت مکلف دې ترڅو د دی پروسې ټول بهیر عامل خبرتیا ته ورسوي. په هغه راپور کې چی د فیفا په ویبپاڼه کی خپور شو، د ټاکنیزو شکایتونو د رسیدګۍ لړۍ تشریح شوی چی په هغه کی ډیری کاندیدان دوسلوالو ډلو سره د اړیکو په دلیل د ټاکنو د لړۍ څخه پاتۍ شوي دي. په داسی حال کی چی یو شمیر هغه کاندیدان چی په عملې ډول بیګناه دي د موجه دلیل او د قانوني پروسې د تیرولو څخه پرته د کاندیدانو د لیست څخه حذف شوي دي.

ښاغلی نادر نادري د افغانستان د آزاد او عادلانه ټولټاکنو بنیاد مشر ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګۍ لپاره د مناسبې پروسې د نشتوالي څخه او د کاندیدانو لیست ته د هغه نفوذ لرونکو اشخاصو د ګډون او شمولیت له امله چی د غیر قانوني وسلوالو ډلو سره اړیکي لري وخواشینۍ څرګندونه کوي.

په ټولیز ډول ۳۶ کاندیدیان د لږدی ۲۵۰۰ کاندیدانو څخه د افغانستان د ټاکنو د قانون سره سم د غیر قانوني وسلوالو ډلو سره د اړیکو په دلیل د کاندیدانو د لیست څخه حذف شوي دي چی پدی برخه کی قانون داسی صراحت لري: هغه اشخاص چی په عملې ډول د غیر رسمي نظامي ځواکونو یا وسلوالو ډلو غړتیوب یا مشري په غاړه ولري، نشي کولای چی ځان کاندید کړي.

د لومړنی پارلماني ټاکنو په بهیر کی چې په ۱۳۸۴ ه.ل کال کی ترسره شو ۳۵ تنه کاندیدان د غیر قانونی وسلوالو ډلو سره د تړ او له امله د ټاکنو کمیسیون بواسطه چی د ملی او نړیوالو غړو څخه جوړ دی د ټاکنیزو سیالیو څخه پاتې شول.

له هغې وروسته د بشري حقونو مدافع یو شمیر شټونو په اړوند لیست کی د هغو اشخاصو د نشتون له کبله چی د وسلوالو ډلو سره تړ او لري نیوکې وکړی او دایې د بشري حقوقو د تیري کوونکو لپاره پارلمان ته لار لوندلو لامل وګاڼه.

د ۱۳۸۹ هل کال په ټاکنو کی کاندیدان د هغه کمیسیون بواسطه چی د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او د امنیت عمومی ریاست څخه جوړ دی د څیړنې او روزنې راغلل.

فیفا د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدنې د لړۍ په اړه په ځانګړې ډول د نهایی لیست څخه د یو شمیر کاندیدانو حذف د دی بهیر ټولو اطلاعاتو ته نه لاسرسې په ځانګړي ډول صلاحیت سلب شویو کاندیدانو د پیژندنې لپاره معیارونه او هغه وخت چی اړونده کاندیدانو ته د دفاع او د امنیتی مقاماتو لخوا د شواهدو د وړاندی کولو لپاره ځانګړې شوې ترڅو وارد شوی اتهام ثابت کړی خپله اندیښنه څرګندوي.

د فیفا اجراییوی رییس پدی اړه داسې وایې: د یو روڼ بهیر پرته مونږ نشو کولای چی پدی مطلب پوه شو چی آیا په رښتیا هم هغه اشخاص چی همدا اوس د ټاکنو لړۍ کی پاتی دي د دی وړتیا لري چی د ټاکنو نوملړی پاتی شي. برسیره پردی هغه وویل: کیدای شي تصامیم د سیاسی ملحوظاتو او قدرت سالارۍ پر بنسټ نیول شوي وي نه د قانون د عادلانه پلي کیدو پر بنسټ.

په هغه راپور کی چی د ۱۳۸۹ کال په ټاکنو کې د کاندیدانو د شکایتونو اوریدنې د پړاو په اړه خپرو شو. فیفا د شکایتونو اوریدنی د کمیسیون او د ټاکنو د کمیسیون څخه د شکایتونو نو اوریدنی د لړۍ په هکله د ګډ راپور د خپریدو غوښتنه کړی وه همدا رنګه د خپلواک هيات جوړیدل چی د مدني ټولنې د غړو څخه متشکل وي ترځو مه د دی بهیر سم څارنه وکړي وړاندی کړ.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري