د ولسی جرګی د ټاکنو د پایلو په اړه د فیفا اعلامیه

دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا د ۱۳۸۹کال دولسي جرګي دپایلو په اړه دراپورته شوی کړکیچ له امله سخته اندیښنه لري. فیفا دولسي جرګي په ټاکنو کې دترسره شوو جرمي سرغړونو په څیړلو تاکید کړی وو،او دهېواد په ټاکنیزبهیر کې دمعافیت دفرهنګ د داوم دمخنیوي په منظور او په راتلونکو ټاکنو کې ددغه ډول جرایمو دنه تکرارپه موخه دټاکنیزو سرغونو څیړنه اړینه ګڼلي ده.
فیفا په دی باور ده ،چې دټاکنو په بهیر کې دټاکنو دقانون او نړیوالو معیارونوسره سم دټاکنیزو سرغړونو څیړنه یواځې دټاکنو اړونده ارګانونو قانوني صلاحیت دي.
همدا راز فیفا په دی باور ده،چې پوولسواکو نظامونو کې دټاکنو پوری اړوند قوانینو ته احترام او درناوی ددیموکراتیکو بهیرونو دسلامتیا لپاره یوه اړتیا او ضرورت ګڼل کیږي ،نو له دی امله د هېواد په راتلونکي کې ددیموکراتیکو بهیرونو دسلامتیا په موخه له ټولو مسوولینوڅخه غوښتنه کوی،چې دټاکنو قوانین ، شرایط او میکانیزم ته درناوی ،او دموجوده بحران په حل کې دی دټاکنو قوانین په پام کې ونیسي.
فیفا زیاته وی،چې دټاکنو دپایلو په سر راپورته شوی کړکیچ دهېواد ګټي له ګواښ سره مخ کړی دي،ددی پرځای چې دافغانستان دري ګوني قوه په دی حساسو شرایطو کې دخپلو فعالیتونو او لاس ته راوړنو څخه خلک خبرکړی،په داسي یوه جنجال کې یې ځانونه ښکیل کړی ،چې دهېواد دسترو ګټوسره هیڅ اړخ نه لګوي.
نو له دی امله لازمه ده،چې دملي ګټو،اساسي قانون او دټاکنو دقانون په رڼا کې دغه بحران ته دپای ټکي کیښودل شي.
دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا دولسمشر څخه داساسي قانون او ملي ارزښتونو دساتونکي او محافظ په توګه له نوموړی څخه غوښتنه کوي، دقانون دحاکمیت په تاکید سره دی ددغه کړکیچ په ختمیدو کې خپل ستر تاریخي رول ولوبه وی.

مطبوعاتی اعلامیه / دوشنبه ۶چنګاښ۱۳۹۰
په درنښت

دولسمشر دحکم په اړه دفیفا ،مطبوعاتي اعلامیه

دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا، دهېواد دولسمشر له هغه حکم څخه چې په ۱۹زمري ۱۳۹۰نیټه صادر شوی ،او ترمخه یې دټاکنو د اداري او څار کارونه دټاکنو خپلواک کمیسیون ته راجع کړي دي هرکلي یې کوي.فیفا په دی باور ده،چې ولسمشر داساسي قانون او دیموکراسي دساتنې په موخه یو ارزښتناکه ګام پورته کړی دي.
فیفا ، دټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوي،چې په بیطرفي او قانوني توګه دي دټاکنو دټولو اصولو او قوانیونو په پام کې نیولو سره دغه ستونزی او ناندریو ته دحل وروستي ټکي کیږدي.
فیفا، همداراز دټولو دولتي اداراتو او ښکیلو اړخونو څخه غواړي چې دهېواد پدي حساس تاریخې موقع کې د روان کړکیچ د منفي پایلو چی دهېواد دري ګونو قواو اعتبار او وړتیا ته تاوان رسوي او په نهایت کې ملی یوالي او ملي ګټو ته ګواښ پیښه وی، د مخنیوي په موخه یی خپل یوالي او همغږی وساتي .

پنجشنبه۲۰زمري ۱۳۹۰

د ولسی جرګی د ټاکنو د پایلو په اړه د فیفا اعلامیه

دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا د ۱۳۸۹کال دولسي جرګي دپایلو په اړه دراپورته شوی کړکیچ له امله سخته اندیښنه لري. فیفا دولسي جرګي په ټاکنو کې دترسره شوو جرمي سرغړونو په څیړلو تاکید کړی وو،او دهېواد په ټاکنیزبهیر کې دمعافیت دفرهنګ د داوم دمخنیوي په منظور او په راتلونکو ټاکنو کې ددغه ډول جرایمو دنه تکرارپه موخه دټاکنیزو سرغونو څیړنه اړینه ګڼلي ده.
فیفا په دی باور ده ،چې دټاکنو په بهیر کې دټاکنو دقانون او نړیوالو معیارونوسره سم دټاکنیزو سرغړونو څیړنه یواځې دټاکنو اړونده ارګانونو قانوني صلاحیت دي.
همدا راز فیفا په دی باور ده،چې پوولسواکو نظامونو کې دټاکنو پوری اړوند قوانینو ته احترام او درناوی ددیموکراتیکو بهیرونو دسلامتیا لپاره یوه اړتیا او ضرورت ګڼل کیږي ،نو له دی امله د هېواد په راتلونکي کې ددیموکراتیکو بهیرونو دسلامتیا په موخه له ټولو مسوولینوڅخه غوښتنه کوی،چې دټاکنو قوانین ، شرایط او میکانیزم ته درناوی ،او دموجوده بحران په حل کې دی دټاکنو قوانین په پام کې ونیسي.
فیفا زیاته وی،چې دټاکنو دپایلو په سر راپورته شوی کړکیچ دهېواد ګټي له ګواښ سره مخ کړی دي،ددی پرځای چې دافغانستان دري ګوني قوه په دی حساسو شرایطو کې دخپلو فعالیتونو او لاس ته راوړنو څخه خلک خبرکړی،په داسي یوه جنجال کې یې ځانونه ښکیل کړی ،چې دهېواد دسترو ګټوسره هیڅ اړخ نه لګوي.
نو له دی امله لازمه ده،چې دملي ګټو،اساسي قانون او دټاکنو دقانون په رڼا کې دغه بحران ته دپای ټکي کیښودل شي.
دافغانستان دازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا دولسمشر څخه داساسي قانون او ملي ارزښتونو دساتونکي او محافظ په توګه له نوموړی څخه غوښتنه کوي، دقانون دحاکمیت په تاکید سره دی ددغه کړکیچ په ختمیدو کې خپل ستر تاریخي رول ولوبه وی.

مطبوعاتی اعلامیه / دوشنبه ۶چنګاښ۱۳۹۰
په درنښت

فیفا: دټاکنودقضایاو اوموضوعاتو په اړه دځانګړی محکمي کارونه په غورسره تعقیبوی.

فیفا سره لدی چي دقانون څخه دمعافیت فرهنګ دلمنځه وړلو په موخه دجزا دقانون دتعریف سره سم هغه جرمي قضایا چي دستری محکمي لخوا یي په اړوند غورکیږي اوهیڅ ډول سیاسی بڼه ونه لری ملاتړ کوی،خو دټاکنو په بهیرکي دعدلیی اوقضایی چارواکو هرډول لاس وهنه په هیواد کي دحاکمو قوانینوسره په ټکرکي ګڼي او پدی تاکید کوی چي په ټاکنوکي سرغړوني او دټاکنودپایلو اعلان دټاکنو داړونده ادارو دصلاحیت څخه دي.
فیفا په هیواد کي دټاکنیزو ناندریو دحل لپاره دصلاحیت دګونګ والي له امله دراپورته شوي جنجال په لمنځه وړلوکي دهیواد له ولسمشرڅخه داساسي قانون دساتونکي په توګه غواړي چی دقانون دساتنې او رعایت کولو په منظور خپلي ټولي هڅي په کارواچوي او پدی هکله دی خپل رغنده رول ترسره کړي.
همدارنګه فیفا دافغانستان داسلامی جمهوری دولت له ستری محکمي څخه غوښتنه کوي چی په خپلو اقداماتوکي دټاکنو قوانین رعایت کړي، او یواځي په هغه ځایونوکي چی جرمي بڼه ولری داسي اقدامات ترسره کړي چی دټاکنیزو ادارو سلامتیا ته ضرراو تاوان ونه رسیږي.
د۲۷ وږی ۱۳۸۹کال دولسی جرګي ټاکني دسختو ګډوډیو سره مخ وي، دافغانستان دآزاد او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) دخپلو۷۰۰۰څارونکو له لاري په ۳۴ولایتونوکي دغه بهیرڅارلي اوخپل لومړنې او وروستنې راپورونه اومعلومات یې راټول کړي دي. دجعل کاری او دقانون څخه دسرغړونې په برخه کي یې ټول راپورونه په خپل وخت دبشپړمعلوماتو او مستند اسنادوسره یوځایی دټاکنوخپلواک کمیسیون او دشکایاتو کمیسیون ته سپارلي دې.
فیفا همدارنګه دټاکنو دبهیرله پیل څخه دورستنیو پایلو داعلان پوري په دومداره توګه دټاکنودبیلابیلو پړاونوڅخه څارنه کړي ده،او پدی اړه یې خپل نظر دمطبوعاتی اعلامیو،شننو اومرکو له لاری ګرانو هیوادوالو ته رسولي دي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري