د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د مۍ میاشتې د غونډې رپوټ

نېټه: 4 می 2016
وخت: ۱:۳۰ تر ۲:۳۰
ګډون کوونکي: د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړي
اجنډا: د قران شریف تلاوت، د مخکنۍ غونډې د رپوټ لنډیز، په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګروپي بحث د پروګرام جوړول، د لوړو زده کړو وزارت سره د عدالت غوښتنې غونډې جوړول، د ډلې له غړو څخه د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د فصلنامې د موادو راټولول.

سریزه:
د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د خپلو میاشتنیو غونډو په دوام کې دا ځل د مې میاشتې غونډه په ؟؟؟؟؟؟ نېټه د فیفا په مرکزي دفتر کې جوړه کړه. په دې غونډه کې له اجنډا سره سم پر درې موضوعګانو بحث وشو.
په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګروپي بحث د پروګرام جوړولو لپاره تیاری
د لوړ زده کړو وزارت سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې د غونډې جوړولو باندې بحث
د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو د بشپړې بیوګرافۍ، یو عکس او مقالو په هکله د معلوماتو راټولول
لومړی په یوه خصوصي پوهنتون کې د ګروپي بحث د لومړني پروګرام جوړولو پر څرنګوالي بحث وشو. د فیفا د ښځو او ځوانانو برخې د دې غونډې له جوړېدو مخکې له غرجستان پوهنتون او رڼا پوهنتون سره ناستې کړي چې په پایله کې د غرجستان پوهنتون د دغه پروګرام پلي کېدو ته د لار هوارولو لپاره همکاري وښودله. د ګروپي بحث د لومړني پروګرام پلي کولو په اړوند د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې په غونډه کې لاندنیو مواردو باندې هوکړه وشوه.

د ځوانانو د سیاسی ګډون د پیاوړ تیا د کنفرانس رپورټ

ځواني هغه پړاو دی چې ټول یې په بېلابېلو نومونو لکه د ژوند سپرلی او د ژوند د سرو زرو پړاو یادوي. زیاتره سپين ږیري او لوړ عمر لرونکي کسان چې کله له ځوانانو سره مخامخ کېږي، لومړی نصیحت یې هغو ته دا دی چې د ځواني په قدر پوه شي او ترڅو چې ځوان یاست خپل ژوند جوړ کړئ. دغه پړاو د فکري او فزیکي پریمانه توان او وړتیا له کبله او هم د هڅو او انګېزې له کبله د ژوند له نورو پړاوونو څخه توپیر لري. د پرمختګ، اثارو او اختراعاتو رامنځته کولو، نوښت او خلاقیت لپاره هڅه کول د دغه پړاو له بنسټیزو برخو څخه دي. ځوانان د هېواد د راتلونکي جوړوونکي او پراختیا یو له اصلي لاملونو څخه دي. دا چې د افغانستان ټولنه یوه ځوانه ټولنه ده، په ټولو برخو کې د ځوانانو شتون او د هغو د پام وړ لاسته راوړنې د لیدو وړ دي. په ښوونځيو کې د میلیونونو زده کوونکو شتون او پوهنتونونو او علمي مرکزونو ته د تلو لپاره د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره د سلګونو زرو کسانو ګډون او هم په کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو کې د ځوانانو شتون دا ادعا ثابتوي. ځوانان د ولسواکۍ او د ډموکراسۍ لرونکي نوي نظام د ملاتړونکو په توګه په هېواد کې د نوي نظام له بنسټیزو ملاتړونکو او مخکښانو څخه دي. هغو په هېواد کې د ټاکنو په څو پړاوونو کې په خپل میلیوني ګډون او هم په مدني خوځښتونو کې په خپلې فعالې ونډې اخیستنې سره خپل مسوولیت او رسالت له ټولو څخه په ښه او سمه توګه ادا کړی دی. ځوانانو په ټولیزو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په خپل پراخ شتون سره د ولس پرمختګ او ودې په برخه کې د بنسټیزو او رغنده بحثونو ته لار هواره کړې ده. له بلې خوا سلګونه نور ځوانان له هېواد څخه د دفاع په موخه او په سرښندنې او اتلولۍ سره د دښمن پر ضد د هېواد امنیتي ځواکونو په لیکو کې جنګېږي او مبارزه کوي. هغوی د خلکو د دښمنانو پر وړاندې په خپلې زړورتیا، سرښندنې او د اتلولۍ مبارزې سره د هېواد په ښارونو، کلیو او بانډو کې د هوسا او ارامه ژوندانه شرایط برابر کړي دي. زرګونو نورو ځوانانو په لوبغالو کې زموږ د هېواد بیرغ پورته کړی او ستر ویاړونه یې ترلاسه کړي دي. له دې ټولو سره سره له بده مرغه لکه څنګه چې ښایي د ځوانانو او د هغو لاسته راوړنو څخه ستاینه نه ده شوې. نن سبا لویو اندېښنو له نخبه ګانو څخه د الوتنې وزرې اخیستي چې تر ټولو لویه یې د ستاینې د کلتور نشتوالی دی. نن سبا زموږ ډېری ځوانان او سپین ږیري سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې یې ویاړونه ترلاسته کړي، خو لکه څنګه چې ښایي نه ستایل کېږي. د هغو لاسته راوړنو، مدیریتي او رهبري وړتیاو ته نه پاملرنه او د هغو له پامه غورځول د دې لامل شوی چې نن سبا زرګونه لوستي او تحصیل لرونکي او نخبه ځوانان له هېواد څخه تېښتې ته ملا وتړي.
دا چې ځوانان د یوه هېواد معنوي پانګه ده نو له دې کبله په ټولو ټولنیزو برخو کې د ځوانانو ګډون او رول یوه بنسټیزه اړتیا ګڼل کېږي. په سیاسي بهیرونو کې د ځوانانو سیاسي ګډون او سیاسي لید لازم او برخلیک جوړوونکی دی. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) دغه اصل ته په پام سره په هېواد کې د ۱۱ کلني فعالیت او د ټاکنو پنځو پړاوونو څخه د څارنې تجربې سره له ډموکراټیک بهیرونو څخه د ځوانانو د سیاسي لید لوړولو په موخه د ځوانان او ټاکنې پروګرام له تېرو دوه کلونو (۱۳۹۳، ۱۳۹۴) څخه راپدې خوا پيل کړی دی. د دغه پروګرام له لارې شاوخوا ۹۷۷ ځوانانو په مستقیمه توګه د ټاکنو په هکله پوهاوی ترلاسه کړی چې شاوخوا ۵۴۲ تنه په بېلابېلو ولایتونو کې په ۳۵ ښوونځیو کې په دوه کلونو کې، شاوخوا ۴۴۰ ځوانان د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې او شاوخوا ۱۰۰ تنه د لوړو زده کړو په څو موسسو کې له دغه پروګرام څخه برخمن شوي دي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې د دغو پروګرامونو تر څنګ د ځوانانو د ملاتړ لپاره د ځوانو څېرو تر سرلیک لاندې یو کتاب خپور کړ چې په ټوله کې د دغه کتاب د چاپولو موخه په ټولنه کې د اغېزمنو ځوانانو ملاتړ او ستاینه ده. د غوره کړنو او غوره کسانو ستاینه یو ښه کلتور دی. لکه څنګه چې ښایي ناوړه کړنې نقد کړو، باید له هڅو، سرښندنو او لاسته راوړنو څخه هم هرکلی او ستاینه وکړو. د نورو له ښو او غوره کړنو او لاسته راوړنو څخه ستاینه په اصل کې د نورو د کار د اهمیت پر وړاندې زموږ پاملرنه ښيي او همدا لامل کېږي چې نور هم موږ ته لازیات ارزښت راکړي. د نورو په تېره بیا د ځوانانو د هڅو او لاسته راوړنو ته اهمیت ورکول د هغو د انګېزې رامنځته کولو لامل کېږي. کله چې د ځوانانو د لاسته راوړنو او هڅو ستاینه او منندوینه وکړو، د هغو کاري بهیر به هم لاپسې ښه شي او د هغو تر منځ د همکارۍ حس هم لازیات پیاوړی کېږي او د رغنده حس رامنځته کېدو لامل کېږي.

نور مطلب لپاره رپورټ ډانلود کړی

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري