د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د جون میاشتې د غونډې رپوټ

نېټه:۹/۶/۲۰۱۶
وخت: ۱ څخه تر ۲ بجو پورې
ګډون کوونکي: د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړي
اجنډا: د پروګرام موخه، د فصلنامې د معلوماتو راټولول او د سیمینارونو د جوړولو لپاره د ګروپ جوړول، د مخکني ګروپي بحث څخه لاسته راغلو زده کړو او ګروپي بحث د پوښتنو پر سر بحث او جمع بندي.

د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د میاشتنیو غونډو په لر کې دا ځل د یادې ډلې غونډه د ۲۰۱۶ د جون په ۶مه د فیفا په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. د ډلې د غونډې موخه د فصلنامې د موادو راټولول او په یوه پوهنتون کې د ډلې د دویم ګروپي بحث جوړولو لپاره د همغږۍ په هکله بحث او په ښوونځیو کې د ډلې د سیمینارونو جوړول و.
د غونډې په پیل کې د ښوونځیو په کچه د ځوانانو لپاره د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو پلي کولو په هکله بحث وشو او د غونډې په بهیر کې پرېکړه وشوه چې د پوهاوي ورکولو په دغه پروګرام کې د ټاکنو په هکله د انځور ښودلو تر څنګ پرېکړه وشوه ترڅو د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړي د ټاکنو پروسه چې د رایې ورکوونکو او نوماندانو نوم لیکنه، د رایې ورکونې ورځ او د رایو شمېرنه پکې شاملېږي، تمثیل کړي ترڅو زموږ پروګرام لا زیاته اغېزمنتیا ولري.
ورپسې مریم آروین (د غونډې پرمخ بېوونکې) په غرجستان پوهنتون کې د ډلې د لومړني ګروپي بحث له جوړولو څخه لاسته راغلو زده کړو په هکله ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل. د ګروپي بحث د پروګرام د میتودولوژي په هکله یې زیاته کړه چې موږ لومړی د ولایتي شورا د اهمیت، ټاکنیزې حوزې او ولایتي شورا د ټاکنیز نظام په هکله ګډون کوونکو ته معلومات وړاندې کړل او ورپسې مو د ګروپي بحث د اصل له مخې پوښتنې مطرح کړې.

ځوانان او ټاکنې

د ټاکنیزو اصولو له مراعتولو څخه ډاډمنتیا له ټاکنو څخه د څارنې په پروګرام کې د فیفا د ماموریت یو له بنسټیزو برخو څخه دی. عادلانه ټاکنې د ټاکنو د بهیر یو له بنسټیزو اصولو څخه دی. د ټاکنو عادلانه بهیر په دې مانا دی چې ټول وګړي په هره کچه (رایې ورکوونکي/نوماندان) له برابرو شرایطو او فرصتونو څخه برخمن وي. په یو شان او برابره توګه اطلاعاتو ته لاسرسی او د عامه پوهاوي له پروګرامونو څخه برخمنتیا د وګړو د حقونو یوه برخه ده او هم د عادلانه بهیر د اصل تحقق په برخه کې هم ستر ګام دی. د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی او معلوماتو ته د وګړو نه لاسرسی هغه برخې دي چې فیفا د دغه بهیر د اصولو او حقونو د پلټنې پر مهال په پام کې نیولې دي. فیفا په خپلو څارنیزو موندنو کې په وار وار له دې مسئلې سره مخامخ شوی چې د هڅو او لوړ لګښت سربېره د سیاسي ګډون، ټاکنو، د رایې ورکونې لارې، د شکایتونو او اعتراضونو د ثبتولو څرنګوالي په هکله وګړو لپاره د پوهاوي ورکولو په چاره کې هومره بریالي نه دي. فیفا موندلې چې د ټاکنو د بهیر او سیاسي ګډون په هکله د عامه پوهاوي پروګرامونه کافي نه وو او یا دا چې د ټولنې بېلابېلو وګړو تر منځ په عادلانه او یو شان نه دي وړاندې شوي. د لېسي د دورې ځوانان چې نوي د رایې ورکونې وړ کېږي، د نالوستو ښځو تر څنګ په تېره بیا  د سیاسي ګډون او ټاکنو بهیر په هکله له تر ټولو لږ پوهاوي څخه برخمن وو. پر دې ،په لیرې پرتو سیمو کې بنسټ د فیفا موسسې د هغو ډلو په ګوته کولو سره چې تر ټولو ټیټه کچه پوهاوی لري، هڅه وکړه ترڅو د هېواد په اتو زونونو کې د لیسې د دورې زده کوونکو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي. دغه پروګرام په لومړي ۱ پروګرامونه د کابل په ښوونځیو کې او ۶ ښوونځیو کې ( ۲۰پړاو کې تېر کال په  زونونو ۷ پروګرامونه په ۴ ناحیو په کچه پلی شو. په ټوله کې زر... 

نور مطلب لپاره رپورت ډانلود کړی

د ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا د کنفرانس رپوټ

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ښځو او ځوانانو برخې د ځوانان او ټاکنې: د پوهاوي ورکولو د پروګرام رپوټ او د ځوانو څېرو کتاب د معرفي کولو د رپوټ وړاندې کولو لپاره د ځوانانو د سیاسي ګډون د پياوړتیا تر سرلیک لاندې یو کنفرانس چې ۱۳ بریالي ځوانان د نخبه ځوانانو په توګه پکې معرفي شوي، جوړ کړ. د ځوانانو د سیاسي ګډون د پیاوړتیا کنفرانس د ۱۳۹۴ کال د کب په ۲۷مه نېټه د کابل ښار په صافي لنډمارک هوټل کې جوړ شو، چې په دغه کنفرانس کې د ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) استازو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو چې د ځوانانو د حقونو په برخه کې کار کوي، د ځوانانو معینیت، په هېواد کې د مطرح سیاسي ګوندونو د ځوانانو د کمېټې غړو او محصلینو ګډون درلود. په یاد کنفرانس کې د ځوانانو لپاره د پوهاوي ورکولو د پروګرام د وړاندې کولو سربېره په يوه پنل کې د نخبه ځوانانو معرفي کول او د لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو فرصتونو یادونه وشوه.
د پنل غړي: د پنل غړي هر یو ښاغلی ډاکټر فرامرز تمنا (د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر)، ښاغلی مجیب مهرداد (د پوهنې وزارت ویاند)، ښاغلی ظفر علي رنجبر (د ښار جوړونې وزارت د بشري منابعو مشر)، ښاغلی فهیم صدیقي (د خط نو سازمان مشر)، ښاغلی نعیم نظري (فعال ژورنالیست)، مېرمن سکینه حسیني (د ولایتي شورا وکیله)، مېرمن مرسل منصوري (د سیاسي پروګرامونو چلوونکې)، مېرمن حبیبه قادري (د کابل ولایتي شورا وکیله)، ښاغلی فیاض غیاثي (د برېښنایي پېژندپاڼو د بشري منابعو مشر) وو.

 

نور مطلب لپاره رپورټ ډانلود کړی

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري