ښځه او سیاسي ګډون

ښځې په یوه ټولنه کې د بالقوه ځواک په توګه عمل کوي. هغه ځواک چې کولای شي د یوه حکومت په سیاسي او ټولنیز راتلونکي کې د پام وړ رول ولوبوي. قوانین په ټولو ډموکراټیک نظامونو کې د جنسیت، قوم او سیمې له په پام کې نیولو پرته، د هېوادونو د ټولو اتباعو مساوي حقونه تضمینوي. د افغانستان د اساسي قانون اوومه ماده د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو میثاقونو او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په مراعتولو باندې ټینګار کوي. د ا.ا.ج د اساسي قانون شلمې مادې د افغانستان د اتباعو تر منځ هر ډول تبعیض منع کړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اتباع ښځه او نر د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجایب لري. د افغانستان حکومت اساسي قانون د یوه ملي لارښود په توګه په خپلو عملي ګامونو کې په کلکه په پام کې نیسي.
نن سبا په سیاسي بهیرونو کې د ښځو له شتون څخه پرته سیاسي ګډون بې مانا دی. په نننۍ حکومتولۍ کې د ښځو شتون د یوې ټولنې د پرمختګ او ودې او د ډموکراسۍ یوه برخه ګڼل کېږي. د هېواد سیاسي نظام د ټاکنو او د وګړو مساوي حقونو پر بنسټ ولاړ دی او ښځې د نارینه په څېر د سیاسي ګډون له مساوي حقونو څخه برخمن دي. که څه هم د افغانستان قوانین د ښځو حقونه تضمینوي، خو د دولتي او نادولتي بنسټونو د ډېرو هڅو سربېره د ښځو د حقونو په برخه کې ټولنیز او کلتوري خنډونه لیدل کېږي. په افغانستان کې د ټاکنو په څو پړاوونو کې ښځې له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخامخ وې. د دغو ستونزو د هواري او کمېدو لپاره لازیاتو هڅو ته اړتیا ده.

فیفا د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتنې پروګرامونو په چوکاټ کې په ټاکنو کې (د ټاکنیز نوماند او رایې ورکوونکې په توګه) او د سیاسي، قضایي او ډېپلوماټیکو څوکیو په نیولو کې د ښځو ستونزې پلټلي او د هواري لپاره یې له اړوند بنسټونو سره د عدالت غوښتنې  کال کې د ښځو د سیاسي ګډون په لار کې د پرتو خنډونو د په ګوته کولو لپاره په ولایتونو کې د ۱۳۹۴ له لارې هڅه کوي. فیفا په ګروپي بحثونو د غونډو او د مشورتي غونډو پروګرامونه جوړ کړل. د دغو غونډو پایلې او موندنې په دغه رپوټ کې ځای پر ځای شوي دي. په دغه رپوټ کې د سیاسي حقونو او سیاسي ګډون د معرفي کولو سربېره په سیاسي بهیرونو کې د ښځو ګډون ته هم اشاره شوې ده. تر څنګ یې د مدني ټولنې د فعالینو، وکیلانو، د بشري حقونو او ښځو د مدافع بنسټونو او فرهنګیانو له نظره د ښځو د سیاسي ګډون ننګونې هم راټولې شوي دي.

نور مطلب لپاره رپورټ دانلود کړی

د «ښځې او سیاسي ګډون» د کنفرانس رپوټ

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د موسسې (فیفا) د ښځو او ځوانانو ته د پوهاوي ورکولو برخې د «ښځې او سیاسي ګډون» د رپوټ (د هېواد په اتو زونونو کې د اتو ډله ییزو بحثونو او په شپږو زونونو کې د شپږو مشورتي غونډو رپوټ) د موندنو وړاندې کولو په موخه د روان کال د مرغومي په ۱۶مه نېټه د کابل ښار په صافي لنډمارک هوټل کې د ښځې او سیاسي ګډون تر سرلیک لاندې یو کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې شاوخوا سل تنه ګډون کوونکو د ملي شورا (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) استازو، د بشري حقونو کمیسیون او د ټاکنیزو کمیسیونونو استازو، د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د جندر برخو مسوولینو او هم د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست استازو، د ښځو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د حج او اوقافو وزارت او د اداره امور استازو ګډون درلود. په دغه کنفرانس کې د موخو د معرفي کولو سربېره د ښځې او سیاسي ګډون د رپوټ د موندنو او وړاندیزونو په هکله بحث وشو.
د پنل غړي: ښاغلی محمدنعیم اصغري (د فیفا د پروګرامونو مسوول)، مېرمن پرستو یاري (د اجراییه ریاست د سلاکار سکرتره)، مېرمن عادله بهرام (د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشره او د ولسمشرۍ سلاکاره)، مېرمن مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو لپاره د پوهاوي ورکولو مسووله) او ښاغلی عقیل آزاد (د فیفا د څېړنې برخې مسوول).

 

نور مطلب لپاره رپورټ دانلود کړی

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو د مو سسي (فیفا) لخوا د ټاکنو په اړه د ښځو چارو د وزارت د پالیسي په اړه طرحه:

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو موسسه (فیفا) په دی باورده چې د ښځو چارو وزارت دیو ملي ارګان او په هیواد کې د ښځو د حقونو د حمایت کوونکي په حیث اغیزمن رول لري او کولاي شي چې دخپل اثر پراساس په ټاکنو کې د ښځو سیاسي سهمیه پیاوړي کړې، څرګنده ده چې په افغانستان کې د ښځو د سیاسي مشارکت په برخه کې زیاتي ستونزې شتون لري، نو لازمه ده چې ددغه ستونزو د راټیټولو له لاري په سیاسي بهیرونو کې د ښځو رول پیاوړي کړې. په همدي دلیل د فیفا موسسه باور لري هرڅومره چې په قوانینو کې د ښځو لپاره اړین فرصتونه برابر او پلې کیږې، کیداي شی چې په ټاکنو ، ټولو سیاسي او دیموکراتیکو بهیرونو کې د ښځو دفعال رول سره مرسته کوي.
په ټاکنو کې د ښځو ګډون د پیاوړتیا په منظور ځانګړي پالیسي جوړول: دا چې په ټاکنیزبهیر کې د ښځینه ناظرینو کموالي په دغه بهیر کې دمیرمنو په ګډون منفې اغیزې لري، نو له دیکبله دغه ستونزي جدي ګڼل کیږي، یاده پالیسي باید په ټاکنیزو بهیرونو، انتخاباتی ادارو او په ناظرو ارګانونو کې د ښځو فعال حضور تضمین کړي.
په ټاکنیزبهیر کې د ښځینه نوماندانو مصونیت د تامین په برخه کې دامنیتي ارګانونو قانونې مسوولیتونو ته پام راړول: نو ځکه دیته زیاته اړتیا ده چې په امنیتي ادارو کې د ښځینه نوماندانو د مصونیت په برخه کې ځانګړي اقدامات ترلاس لاندي ونیول شي، پرته له دی چې د یادو ارګانونو پام دی لوریته راوګرځول شي ممکنه نده چې په دی برخه کې موخو ته ورسیږي، نو له دی امله د ښځو چارو وزارت ته پکار دی چې د پورته ذکر شوی پالیسي پراساس امنیتي ارګانونو ته داسي پالیسي د پلې کیدو په موخه ورکړي چې ترمخه یې په ټاکنو کې ښځینه نوماندانوته اسانتیاوی ، حمایت او نظارت تضمین کړاي شي.
د ولایاتو او مرکز په کچه د ټاکنیزو ادارو، مدني ټولنو او امنیتي ارګانونو ترمنځ د هغمږۍ یوه کمیټه رامنځ ته کول: ددغه پالیسي پراساس د ښځو چارو وزارت باید په خپلو ولایتي دفترونو په کچه په ټاکنیز بهیرونو کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا په برخه کې ځانګړي دندۍ او مسوولیتونه په غاړه واخلي.د بیلګې په توګه دغه دفترونه باید د ذکر شوي پالیسي ترمخه له ټاکنیزو ادارو، ناظرارګانونه،سیاسی ګوندونه، مدني ټولنې او امنیتی ارګانونو سره د همغږۍ په موخه همیشنۍ اریکې ونیسي اوله دغه لاري په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځینه نوماندانو، کارکوونکو او ناظرینو د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړی.
د مدني ټولنې په همغږۍ سره د عامه پوهاوې پروګرامونه په لار اچول:د ذکرشوي پالیسي پراساس لازمه ده چې د ښځو چارو وزارت د عامه پوهاوې پروګرامونه چې ترمخه یې په هیواد کې د ښځو سیاسي حقونه تضمین کړاي شي. لازمه ده چې دغه وزارت د یادي پالیسي د تحقق اوپه ټاکنو کې د ښځینه نوماندانو ګډون او د دوې د حقونو په اړه د عامه پوهاوې پروګرامونه د حج او اوقافو وزارت او د علماو د شورا ته د پلې کیدا په موخه وړاندي کړي چې ترمخه یې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو د ونډي لپاره پلې کړي.
د ولایاتو په کچه ښځینه نوماندانو شکایاتو ته د لاس رسي په برخه کې اسانتیاوې برابرول: په ټاکنیز بهیر کې د ښځینه نوماندانو شکایاتو ته لاس رسی یوه مهمه مرحله ده او محدود وخت لري. لکه څرنګه چې تجربو ښودلي د ښځو په وړاندي محدودیتونو له امله هغوې له زیاتو ستونزو سره مخ دې. نو لازمه ده چې ددغه پالیسي پراساس باید په مرکزي او ولایتي دفترونو کې ځانګړي یونټ جوړاو موظف شي ترڅود ښځینه نوماندانو شکایاتو ته د لاس رسي په برخه کې تخنیکي او عملي اسانتیاوی برابري کړې.
د انتخاباتي پالیسي د پلې کولو ضمانتونه: لازمه ده چې د ټاکنو له بهیرڅخه د نظارت پالیسي د ښځوچارو دوزارت له عمومي پالیسي سره ضمیمه شي، همداراز اړینه ده چې د ښځو چارو د وزارت په مرکزی او ولایتي دفترونو کې ددغه طرحې دعملې کولو د نظارت په موخه په دندو وګمارل شي، دغه یونتونه دنده لري چې د ټاکنیزو اداری، امنیتي ارګانون، ناظرارګانونه، سیاسي ګوندونه، نوماندان او ټول دولتي ارګانونو سره باید په مسلسله اړیکه کې اوسی ځکه چې د پالیسي په تطبیق د هغوې رول ارزښتناکه دي، د ښځو چارو د وزارت رول د هیواد په ټاکنیز بهیر کې شفافیت ته پیاوړتیا ورکوي..

په ټاکنو کې د ښځو د مشارکت د کچې دلوړتیا په موخه د ښځو چارو وزارت ته د فیفا لخوا وړاندی شوې طرحې په اړه راپور

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو موسسی (فیفا) او د ښځو چارو د وزارت د چارواکو ترمنځ د فیفا لخوا دغه وزارت لپاره د جوړی شوی طرحې په اړه ترتیب شوی ناسته د روان کال د وري دمیاشتي په ۲۱مه نیټه په دغه وزارت کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د ښځو چارو د وزارت مسلکې معین محترمه مژګان مصطوفی او د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو د موسس ریس ښاغلی جانداد سپین غر د فیفا د پروکرام مسوول انجنییر نعیم اصغری او د ښځو د چاروی مسوولین ګډون لود.

نور مطلب لپاره ګزارش ډانلود کړی

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري