د اجراییوی ریاست د ښځو او ځوانانو د چارو مشاوریت سره د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غون

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غونډه د مېرمن حبیبه سرابي (د ښځو او ځوانانو د چارو سلاکاره) په مشري د سې شنبې په ورځ د اجرائیه ریاست په مقام کې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو (د پارلمان استازې، د اجرائیه ریاست، د ښځو چارو وزارت، د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو سلاکارانې او د ښځو د منشور غړې) په ګډون په اجرائیه ریاست کې جوړه شوه. لومړی مېرمن سرابي حاضرینو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه:"دا چې د اړوند کمېټې مسوولیت د مېرمن سیما غني او مریم آورین پر غاړه و نو ښه ده چې لازیات توضېحات د هغو له خولې واورو."
مېرمن سیما غني لومړی د کمېټې د کار د پیل په هکله حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې څو موده وړاندې فیفا یوه څېړنه وکړه او په رهبري او سیاسي کچو کې یې د ښځو ګډون وپلټه او د ښځو ننګونې یې هم په ګوته کړې. دې زیاته کړه چې فیفا په هغه غونډه کې چې له مېرمن سرابي سره یې د دغه رپوټ د شریکولو په اړوند درلوده، هغې غوښتنه وکړه چې په دې مواردو کې بحث او تصمیم ونیول شي او په دې هکله عدالت غوښتنه وشي. دې زیاته کړه چې مخکې له دې هم د عدالت غوښتنې دوه ډلو د ښځو لېسټ درلوده او له وزارتونو سره یې لیدل خو د هغو کار ګټور نه و او د پام وړ بدلونونه یې نه درلودل. نوموړې زیاته کړه چې موږ وغوښتل چې پوه شو د ښځو ضعفونه کوم دي ترڅو یې د له منځه وړلو هڅه وکړو نو کمېټه رامنځ ته شوه او د ښځو ننګونې وپلټل شوې او په هېواد کې د نخبه ښځو لېسټ ترلاسه شو. البته دغه کار د فیفا په تخنیکي همکارۍ وشو. دې زیاته کړه چې د کمېټې د کار په څلورو میاشتو کې زموږ موخه د لېسټ بشپړول او چمتو کول و ترڅو د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې ټولو غړو ته یې راوړو. او له ټولو حاضرینو څخه یې وغوښتل راتلونکي ګامونه مشخص کړي.
په دوام کې مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مسووله) د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د لومړنۍ غونډې د جوړولو لپاره د اجرائیه ریاست له مشاوریت څخه منندوینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې کاري کمېټه د لومړۍ غونډې د پرېکړې پر بنسټ جوړه شوې چې د غړي یې مېرمن سیما غني (د ښځو د منشور غړې)، مېرمن حمیرا ثاقب (د اکسین مشره)، مېرمن ګل مکۍ صافي (د اجرائیه ریاست سلاکاره)، مېرمن عادله بهرام (د جمهوري غوښتونکي ګوند مشره)، مېرمن پرستو یاري (د اجرائیه ریاست د مشاوریت سکرتره)، مېرمن رویا سادات (د رویا فلم مسووله)، مېرمن آمنه (د چارو ادارې استازې)، مېرمن وحیده رسولي (د افغان ښځو د ښوونیز مرکز)، مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مسووله)، وږمه عزیزي (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مرستیاله) وو.

د ښځو د سیاسي حق غوښتونکی ډله

دافغانستان د ازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د ښځو د سیاسی پروسې لکه ټاکنو او رایه اچونې کې د ونډی او تشویق لپاره په مرکز او ولایتونو کې ځنی هدفمندې او منظمې برنامې د ښځو د سیاسي حق غوښتونکی ډلې په قالب کی په لاره اچولی دي.
دښځو سیاسی حق غوښتنکی ډله د(۲۰) سیاسي او ټولنیزو ډګرونو فعالې چې ۹ تنه یی د ملی شورا ،۶ تنه یی د مدنی بنسټونو استازی، یوه تنه يی د ټاکنو خپلواک کمیسیون استازی، دوه تنه د ازادو رسنیو استازی او یوه تنه یی د بشری حقونو خپلواک کمیسیون استازی ده.
په ټاکنیزو پروسو کې د ښځو د شتون پیاوړی کول، د ټاکنو د ترسره کونکو مراجعو او د ښځینه نوماندانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د ناظرینو او ټاکنیزو کارکونکو تر عنوان لاندی د ښځو د شتون نه ملاتړ، د ښځینه رایه ورکونکو او کاندیدانو د امنیتی ستونزی د حل لپاره د مسوولو نهادونو راجلبول، د ښځو د سیاسی حقونو په اړوند د عامه پوهاوی پرواګرامونو په لاره اچول او په مرکز او ولایتونو کې د ښځینه رایه ورکونکو او کاندیدانو د شکایتونو حلولو په موخه د اسانتیاو برابرول هغه پروګرامونه دی چې د فیفا بنسټ د ښځو د سیاسی حق غوښتونکی ډله یی تعقیبوي.
د ښځو د سیاسي حق غوښتنکی ډله د فیفا په مرکزی دفتر کې هر (۱۵) ورځی وروسته یو ځلې غونډه کوي.
د یادی ډلی غړی، د مخکی پلان شویو اجنډاګانو او د غونډو د ترسره کولو د یو میکانیزم پر بنسټ، په ټاکنو کې د ښځو پر ستونزو او مهمو مسایلو او همدا رنګه د هغوی د حل لپاره اړوندو ادارو ته د پیشنهادونو پر وړاندی کولو خبرې اترې کوي.
تر اوسه پوری فیفا د دولتی او غیر دولتی د ارګانونو په استازیتوب، (۱۰) د ښځو د سیاسی حق غوښتونکی ناستې دایر کړي دي او د ښځو ستونزی یی د مسؤلو ارګانونو سره شریکی کړي دي .
همدارنګه فیفا د ټاکنو په اړوند په خاصه توګه په ټاکنو کې د ښځو د پیاوړتیا او هڅولو په موخه ځنی ځانګړی د پالیسۍ طرحی جوړي او اړوندو وزارتونو ته ورکړي دي چې بیا د نوموړو وزارتونو د مشرتابه هر کلی یی له ځانه سره لاره.
همدا راز د فیفا بنسټ دولتی ارګانونو، ملی شورا او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته هم ځنی طرحی ورکړي دي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري