په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د اساسي اصولو اعلامیه

د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې پیغام
د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) په تخنیکي او تسهیلاتي مرستې او همکارۍ د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون د بنسټیزو اصولو د چمتو کولو په موخه د ښځو او ځوانانو د ستونزو او نیمګړتیاو په هکله هراړخیز او اوږده بحثونه وکړل. دغه اصول د ښځو او ځوانانو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې د غړو پرلپسې هڅو زېږنده ده چې د فیفا موسسې په همکارۍ د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون په برخه کې چمتو شوي دي. د ډلې غړو ټینګار وکړ چې د ښځو او ځوانانو فعال ګډون په هېواد کې د هر ډول ټاکنو تر سره کولو لپاره یو اساسي شرط او یوه مهمه اړتیا ده او دوی پر دې باور دي چې د ښځو او ځوانانو د سیاسي ګډون په برخه کې له لاسته راغلي تاریخي فرصت څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي او د هېواد په ډموکراټیک جوړښت او نظام کې د وګړو اغېزمن ګډون لامل شي. موږ د ډلې غړي په هېواد کې له ټاکنو او ډموکراسۍ څخه ملاتړ او ساتنې ته ځان ژمن ګڼو. رڼې، عادلانه او له درغلۍ او سرغړونو څخه پرته ټاکنې د هېواد د سیاسي او ټولنیز پایښت ضامن دی. که څه هم ډموکراسۍ او ټاکنو ته رسېدو لار به له ستونزو څخه پرته نه وي، خو دغه ستونزې د ډموکراسۍ او ولسواکي نظام په پیاوړتیا کې زموږ هڅې ونه دروي. خلک په اوسنیو حساسو شرایطو کې له موږ څخه د چوپ پاتې کېدو تمه نه لري. د سیاسي بهیرونو په تېره بیا د ټاکنو د اصلاح او سمون لپاره هڅه کول د یوه وګړي په توګه خپله ملي دنده بولو. زموږ په هېواد کې د ډموکراټیک نظام ټینګېدل زموږ پخوانۍ هیله ده. په هېواد کې د ولسواکۍ له ارزښتونو څخه د ساتنې لپاره په یوه کتار کې درېدل او ګډه هڅه کولای شي د باورمندۍ او اعتماد فضا رامنځ ته کړي. موږ د دغو ګډو اصولو په چمتو کولو سره په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون په اړه د هغو بنسټیزې غوښتنې ترتیب او هغه اړوند مراجعو ته وړاندې کوو.

نور مطلب لپاره راپورت ډاونلود کړی

د فیفا موسسې د «ښځې او سیاسي ګډون» له رپوټ څخه د حکومت هرکلی

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې روان کال د جنوري په ۲۵مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په اجراییه ریاست کې یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست سلاکارانو، د لومړۍ مېرمن استازې، د پارلمان غړو، د ښځو د حقونو فعالینو، د بنسټونو، سیاسي ګوندونو او د ښځو د چارو وزارت رییسانو ګډون درلود. د عدالت غوښتنې د دې غونډې موخه په سیاسي او مدیریتي څوکیو کې د ښځو د ونډې زیاتوالي په هکله بحث و.
په دې غونډه کې د «ښځې او سیاسي ګډون» په تړاو د هېواد له ۸ زونونو څخه د فیفا جوړ شوي رپوټ په هکله بحث وشو. د غونډې په پیل کې د اجراییه ریاست د ښځو او ځوانانو د چارو سلاکارې او د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړې مېرمن حبیبه سرابي د موضوع په هکله خبرې وکړې او د فیفا له جوړ شوي رپوټ څخه یې منندوینه او هرکلی وکړ. نوموړې په خپلو خبرو کې د ښځو سیاسي ګډون په برخه کې د فیفا موندنې ګټورې وبللې او په رپوټ کې د شویو وړاندیزونو او موندنو په برخه کې یې د عدالت غوښتنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د فیفا د ښځو او ځوانانو د برخې مسوولې او د پروګرام پرمخ بېوونکې مریم آروین دې غونډې ته د لار هوارولو لپاره د اجراییه ریاست د ښځو او ځوانانو د چارو له سلاکارې څخه مننه وکړه او د ښځې او سیاسي ګډون د رپوټ د موندنو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.
مېرمن آروین وویل:"د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې غړي چې شمېر یې ۲۰ ته رسېږي، د مدني بنسټونو، ملي شورا، ولایتي شوراګانو، سیاسي ګوندونو، خپلواک کمیسیونونو، رسنیو او دولتي بنسټونو فعالې او نخبه ښځې دي چې په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د سیاسي ګډون څخه ملاتړ او پیاوړتیا په هکله په منظمه توګه خپلې غونډې جوړوي." هغې وویل چې فیفا د خپلو فعالیتونو د پراختیا، په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون تر مخ پرتو خنډونو په ګوته کولو او د ښځو د ګډون کمي او کیفي زیاتوالي په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو (بلخ، کابل، هرات، ننګرهار، بدخشان، بامیان، کندهار او پکتیا) کې مشورتي غونډې او ګروپي بحثونه هم جوړ کړي ترڅو خپل فعالیتونه د ولایتونو په کچه پراخ کړي. مېرمن آروین وویل:"په مرکز کې د ښځو د سیاسي ګډون لپاره د عدالت غوښتنې د غونډو سربېره فیفا هڅه وکړه ترڅو له ټول هېواد څخه د ښځو په ښکېلولو د سیاسي بهیرونو د سمون په برخه کې د هغو لیدلوری ترلاسه کړي. د همدې لپاره فیفا په ۸ ولایتونو کې ګروپي بحثونه او په ۶ ولایتونو کې مشورتي غونډې جوړې کړې او په ټوله کې ۲۳۳ کسانو په دغو غونډو کې ګډون کړی وو چې له هغو څخه په ګروپي بحثونو کې ټولې ۷۷ ګډون کوونکې ښځې وې او په مشورتي غونډو کې له ۱۵۶ ګډون کوونکو څخه ۱۰۹ یې ښځې وې.

نور مطلب ...

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري