د جندر او ټاکنو ‍په نوبتي غوڼده کې د ښځو رول او حضور د رایې اجوونکي او نوماندانو د ‍نوم لیکنې په بهیر کې تر بحث او پلټنې لاندې ونیول شي

د جندر او ټاکنو څلورمه غوڼده د لړم په دویمه چې د نومبر له ۱۱مې سره سمون خوري، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په کوربه توب جوړه شوه.
دا غوڼده هره دوه میاشتی وروسته جوړېږي چې مدني بنسټونه پکې د ښځو د وړتیا د لوړولو لپاره د ظرفیت پالنې پروګرامونه او د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ښه امنیت لپاره بحث او نظر ورکوي. همدارنګه د خپلو بنسټونو تېر او نوي پروګرامونه د همغږۍ لپاره له یو بل سره شریکوي.
په غونډه کې د مدني بنسټونو او د ښځو مدني شبکو څخه غوښتنه وشوه ترڅو د ولایتي شوراګانو د ښځینه نوماندانو په هکله خپل معلومات کمیسیون او نور بنسټونو ته وړاندې کړي، له همدې کبله فیفا هم د خپل کړنو څخه د غوڼدې غړو ته معلومات ورکړل.
په دې غونډه کې لومړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو مېرمن ملالۍ اڅکزۍ منشي او ضیاالحق امرخېل د دارالانشا ریس هر یو په خپل د رایې اچوونکي او د ښځینه ولایتي شوراګانو نوماندانو د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د ونډې د غونډې ګډون کوونکو ته لنډ معلومات ورکړل او په دې اړه یې د ګډون کوونکو همکاري وغوښته.
د ڼاکنو خپلواک کمیسیون د جندر د برخې مسوولې مېرمن فریده خنجاني د جندر د برخې د کارونو او همدارنګه د ولایتي شوراګانو ښځینه نوماندانو د کمپاین په هکله د ملاتړ لپاره يو پرزنتېشن ورکړ او لاندې ستونزې د ازادو او رڼو ټاکنو په لړ کې د مهمو ستونزو په توګه په ګوته کړې:
1- د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ په ټاکنو کې د ښځو د ګډون کچې لوړېدل
2- امنیتي ستونزې
3- اوسني کلتوري او ټولنیز شرایط
4- اقتصادي ستونزې
5- د دندې له لاسه ورکول
6- د ملاتړو د راغونډېدو لپاره ستونزه

د فیفا د ښځو د برخې مسوولې د فیفا د ۳۴ مسوولینو په هکله پرزنتیشن ورکړ او په مرکز او ولایتونو کې د اوږدمهاله او لنډمهاله څارونکو په ګمارنه کې یې د غوڼدې له غړو څخه یې د هراړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ځینې نور مدني بنسټونه لکه «ایشا فوندېشن» او «دي‌آی» د خپلو کړنلارو او پروګرامونو چې د ولایتي شوراګانو ښځینه نوماندانو د وړتیا د لوړولو لپاره معلومات ورکړل، غونډه له جمع بندۍ او د راتلونکې غونډې د وخت له په ګوته کولو وروسته پای ته ورسېده.

د 1389 کال د ولسی حرګی د ټاکنو په اړه د ښځو راپور

دافغانستان په څیر هیواد کي زیاته ستونزمنه ده چی ښځي په سیاسي بهیر کي ونډه واخلي خوبیاهم د ډیرو هڅو وروسته دقانوني ضمانتونو په جوړولوسره په ټاکنو کي دښځوونډه تامین شوه.
که څه هم دافغانستان په اساسي قانون اونوروقوانیونوکي دښځوسیاسي حقوق ددولت لخوا حمایه شوی دي، مګر دقوانینو په پلې کیدو کي لاتراوسه پوری محدویتونه شتون لري، دافغانستان داساسي قانون ۲۲مادی دښځواو نارینه و دمساوی حقوقو په هکله داسی صراحت کړي دي:[دافغانستان داتباعو تر منځ هرراز تبعیض او امتیازمنع دي ، دافغانستان اتباع ښځې او نارینه دقانون په وړاندي مساوي حقوقو اووجایب لري].
دټاکنو دقانون د۱۹ او ۲۳ مادو ترمخي ښځې دولسي جرګي په ټاکنو کي ۶۸او دمشرانو په جرګه کي ۱۷ چوکي لري په ولسی جرګه کي ټولو چوکیو ته پام کي نیولو سره دښځو لپاره ځانګړی شوی چوکي دقناعت وړدي.
دملي قوانینو برسیره نړیوالي معاهدي چی افغانستان هغه لاسلیک کړي او دهغي سره پیوستون لري، دښځوپربرخه اخیستنه کي په تشویش لرلو ټینګارکوي،که څه هم دښځو پروړاندي له توپیری چلند څخه ډډه کول، دښځوسیاسی ژمن لیک، دښاریانو اعلامیه، سیاسي او مدنی نړیوال میثاق،دبشردحقوقو نړیواله اعلامیه دښځو دحقوقو په اړوند دایری شوی دي.
دبیلګي په توګه دښځودسیاسي تعهدپاڼي په ۱او ۲ماده کي دښځو اونارینه و دمساوي حقوقو په هکله داسي راغلي دي:[ښځي دټولني نیمه برخه جوړه وي او دوی حق لري چه په ټاکنو کي په ازادانه توګه فعاله ونډه واخلي]. شرایط لرونکي ښځي کولای شي چه پرته له توپیرڅخه دنارینه وو سره په مساوی ډول په ټولو ټاکنو کي فعالیت اویا ورسره سیالي وکړي ]. په هیواد کي په ټولو قوانیواو په ځانګړی توګه دټاکنو په قانون کي دتضمین سره بیاهم دټاکنو په پروسه کي دتیرو ټاکنو په پرتله دښځو ونډه کم رنګه وه.
دټاکنو دپروسی دارزونې وروسته جوته شوه چی څرګندو لامیلونه دټاکنو په بهیرکي دښځو دونډی داخیستني په مخ کي خنډشول.
دافغانستان دآزاد او عادلانه ټاکنو بنسټ(فیفا) یو ملي څارونکي ارګان دي اوپدی وتوانیده چي په هیوادکي دڅلورو دورو دټاکنو څارنه په بریالیتوب سره ترسره کړه.دزیاتو ستونزو سره بیاهم فیفا دټاکنو دپروسي دپیل څخه تل ددی هڅه کړي چی دځانګړو پروګرامونو (دزده کړي او ناستي) د لاری په ټولو ولایتونوکي دښځو دګډون او پوهاوي کچه دټاکنو په څارنه کي لوړه کړي. لکه څرنګه د۲۰۰۴ کال دولسمشری په ټاکنوکي د۱۰۰۰تنو ښځینه څارونکو او د۲۰۰۵کال دولسي جرګي په ټاکنوکي ۱۴۰۰تنو ښځینه څارونکود ۲۰۰۹کال دولسمشري په ټاکنوکي ۲۵۷۰تنوښځواو د۲۰۱۰کال دولسی جرګي په ټاکنوکي ۲۴۵۳تنوپه شمیرکي ښځینه څارونکي دفیفا دپروګرامونو دلاری دڅارنې په پروسه کي پیژندل شوی.

نور مطلب لپاره ګزارش ډانلود کړی

د فیفا د ښځو د څانګې د ولایتي مسوولینو د تقرر شرایط

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو موسسه په هیواد کې له ټاکنیز بهیرد نظارت په برخه کې فعالیت کوې نو له دی کبله چې په دیموکراتیک بهیر کې دخلکو ګډون ، باور جلبولو په موخه دیته اړتیا ده چې په دغه برخه کې ښه او وړ کسان په دندو وګمارل شي، فیفا درضاکارو کارکوونکو سره د نظارت په برخه کې د ښځینه کارکوونکي هم په دندو ګمارې ترڅو په دغه برخه کې یې فعالیت موثر واقع شي او هم دوی کولاې شي چې د ټاکنو په پروسه کې شفافیت تضمین کړی.
ښځینه کارکوونکې لپاره چې د ناظرینو د ټریننګ ا و محلي نظارت مسوولیت په غاړه لري، فیفا ورته د تقررلپاره خاص معیارونه ټاکلې دي.ترڅو ددغه معیارونو په پام کې نیولو سره وړ او استعداد لرونکي کسان په دندو وګمارل شي.

د فیفا د استخدام معیارونه عبارت دی له:

•له دولسم ټولګي څخه د فراغت او د ښځو په برخه کې کاری تجربه لرل: ترڅو دوې وکولاې شي چې په سمه او منظمه توګه خپل راپور او د اړونده ناظرینو چارې سمبال کړاې شي او د فیفا مرکزی دفتر ته په دغه برخه کې خپل راپور واستولاې شي.
د فیفا په ټریننګونو کې د فعاله ګډون وړتیا لرل او د ټاکنو د پروسي په هکله ټول معلومات په ساده او سانه توګه اخیستل او بیا یې محلي ټرینرانو او ناظرینو ته رسول او په دغه برخه کې د هغوې ستونزې حل کول .
بي طرفي او سیاسي سازمانونو کې غړیتوب نلرل:افغان به وې اوعمربه یې له ۱۸ کلنو څخه پورته وې، دکوم سیاسي ګوند غریتوب به نلري او دغه رازبه په ملي امنیت ، پولیس څارنوال او ملي اردو کې دنده نلرل .
په پښتو او دري ژبه د راپورونو د تحلیل او لیکلو وړتیا: له ناظرینو څخه د راپورونو راټول اوهغه سره یوځاې کول او بیا هغه په ملي ژبو لیکلو ترڅنګ د چک لیستونو ډکول او هغې د کنترولولو وړتیا لرل.
•په اړونده ولایتونو کې د ټرینرانو او ناظرینو د استخدام توانایي لرل: د سیمو سره بلدتیا لرل ترڅوپه اسانې سره د د شرایط لرونکو ترینرانو او ناظرینوپه استخدام کې همکاری وکړی،د رضاکاري ترڅنګ د نظارت توانایي لرل اوپه خپله دنده کې په بشپړه توګه بي طرفې ساتل.
•ټرنرانو او ناظرینو ته د ټریننګ ورکولو توانایي لرل:په دغه برخه کې له نوې میتودونو سره اشنایي لرل، او ټرینرانو او ناظرینو ته د ټریننګ پرمهال له TOT د پلانونوڅخه کار اخیستل،د زده کړو دپروګرامونو د ارزولو وړتیا او د هغې د تنظیم او پلې کیدا په برخه کې ستونزې نلرل.
•د تلیفون، انترنیت او اړونده ارتباطې وسایلو د استعمال سره بلدیتا لرل: د کمپیوټر د پروګرامونو سره اشنایي لرل ، د انترنیت سره بلدیتا لرل او دغه د تلیفون له لارې اس ، ایم ، اس استول ترڅو د ټاکنو په ورځ ورڅخه کار واخلي او ددی ترڅنګ په تلیفون کې د افهام او تفهیم ښه وړتیالرل.
•د ولایت په کچه دنورو نهادونو سره د اړیکو ټینګول: په دغه برخه کې لازمه ده چې دولایت په کچه د نورو هغه همکارو نهادونو سره اړیکې وساتل شي چې د جنډر په برخه کې کار کوې ترڅو د ښځو په هکله له ټولو موضوعاتو باخبره اوسی ، او وکولاې شي چې د ښځو په برخه کې د فیفا ښه استازیتوب وکړی او د اړتیا په صورت کې له همکارو نهادونو څخه مرسته وغوښتل شي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړی میرمن سیمین بارکزۍ دروان کال د غبرګولی په ۱۴مه نیټه په هیواد کې په ۲۰۱۴کال کې ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوماندیدو اعلان وکړ.

فیفا په دی باور ده چې په سیاسي ډګراو په ځانګړې توګه د ټاکنو په پروسه کې د ښځو فعاله ګډون یومثبت ګام دی او دغه کارپه ټولنه کې د نورو ښځو سره هم یوه مثبته انګیزه راپیدا کوې او دغه کار په راتلوونکو ټاکنو کې د ښځو د زیات ګډون زیرۍ ورکوې.
ښځې کولاې شي چې د هیواد په سیاسي بهیرونو کې د فعاله ګډون له لارې په تصمیم نیونه او د ملي پروګرامونو په مدیریت کې ښه رول ترسره کړې او دغه کار د افغانستان په پرمختګ کې زیات ګټور لیدل کیږې.

د افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو دموسسی (فیفا)
د ښځو څانګه

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري