ولایتي ناظم

مسئولیتونه: د اړوند ولایت په کچه د فیفا د سپارل شویو چارو پر مخ بېول

د دندې ځای: ولایت پروان (هماهنگ کننده ذکور و اناث)٬ کاپیسا(هماهنگ کننده ذکور)٬ خوست (هماهنگ کننده ذکور)٬ پکتیکا (هماهنگ کننده ذکور و اناث)٬ ننگرهار(هماهنگ کننده ذکور)٬ کنرها(هماهنگ کننده ذکور و اناث)٬لغمان(هماهنگ کننده ذکور)٬ کندهار(هماهنگ کننده ذکور و اناث)٬ ارزگان(هماهنگ کننده ذکور)٬ میدان وردک (هماهنگ کننده ذکور)

کاري موده: د هوکړه لیک له مخې په ګوته کېږي

د اعلان د پای نېټه: 2016/06/30

د ولایتي ناظم (رضاکار) ژمنې

• ولایتي ناظم د ټاکنو د پروسې پر مهال مکلف دی ترڅو بې پرېتوب او نه پلوي کول مراعات کړي او له نوماندانو او سیاسي ګوندونو سره د اړیکې پر مهال دغه اصل په کلکه په پام کې ونیسي.

• ولایتي ناظم له فیفا سره د خپلې رضاکارۍ پر مهال په نورو ورته بنسټونو کې کار نشي کولای.

• ولایتي ناظم د فیفا د دفتر د لارښود سره سم د ولسوالیو د مسوولینو او د سیمه ییز مشاهدینو د لارښوونې مسوولیت لري او د هغو د چک لېسټونو بشپړولو او رپوټ ورکونې څخه د مرکزي دفتر پر وړاندې مسوول دی.

• ولایتي ناظم خپلې ټولې دندې تر سره کوي او د لارښود له مخې خپل کاري رپوټ په معین وخت کې مرکزي دفتر ته واستوي.

• ولایتي ناظم د ولایت په کچه د فیفا موسسې د پروګرامونو پلي کولو ته لومړی حق ورکړي او د دغو پروګرامونو سم پلي کولو او تر سره کولو لپاره له نورو شته اسانتیاو څخه د زړه له کومې ګټه واخلي.

• ولایتي ناظم ژمنه کوي چې له موسسې سره د هراړخیزې او په وخت همکارۍ لپاره په خپل کاري چاپېریال کې له نورو شته فرصتونو څخه ګټه اخلي. دغه فرصتونه کېدای شي د بنسټ او رضاکار تر منځ د مخکني تړون له لارې ترسره شي یا رضاکار خپله د نورو فرصتونو لکه کلنۍ رخصتۍ او اړینو رخصتیو څخه ګټه واخلي.

• ولایتي ناظم د ټاکنو په بهیر کې د مشاهدینو له فعالیت څخه په بې پرې او سمه توګه څارنه کوي او د کومې ستونزې په لیدو سره ژر تر ژره د فیفا دفتر ته خبر ورکوي.

• ولایتي ناظم د ټاکنو په بهیر کې د ولایت په کچه د فیفا د پروګرامونو د مالي چارو له روڼتیا څخه څارنه کوي او د کومې ستونزې په لیدو سره ژر تر ژره د فیفا دفتر ته خبر ورکوي.

• ولایتي ناظم د ژمنپاڼې له لاسلیکولو څخه وروسته که چېرې وغواړي خپل مېشتځای په دایمي توګه بدل کړي باید په لیکلې بڼه د فیفا ولایتي اړیکو مسوول لس ورځې وړاندې خبر کړي.

• ولایتي ناظم د ټاکنو په بهیر کې د فیفا دفتر له لیکلې اجازې پرته باید هېڅ کله خپل موقعیت ان د لنډمهال لپاره له یوې اونۍ څخه زیاتې مودې لپاره پرې نږدي.

• که چېرې د ناڅاپي پېښې له کبله خپل ځای د لنډمهال لپاره پرېږدي نو باید ژر تر ژره په یو ډول د فیفا دفتر ته خبر ورکړي.

د فیفا د رضاکارانو مادي او معنوي امتیازات

د فیفا رضاکاران مشخص میاشتنی معاش نه لري خو د ټاکنیزو عملیاتو په بهیر کې یوه اندازه پیسې د امتیاز په توګه ورکول کېږي ترڅو د خپل خوراکي، ټرانسپورټېشن او کردت کارت په لګښتونو کې ترې ګټه واخلي. نور مالي مسایل د مالي پالیسۍ اړوند دي.

د رضاکارانو د استخدام شرایط:

• د افغانستان د تابعیت درلودل؛

• لږ تر لږه د ۱۲م ټولګي د فراغت سند درلودل؛

• اصلي او اوسنۍ استوګنه یې په هغه ولایت کې وي چې هلته د دندې پرمخ بېول غواړي؛

• په ټاکنیزو پسټونو کې نوماند نه وي؛

• د (ټاکنو قانون له مخې) له نوماندانو سره د لومړۍ درجه اړیکې نه درلودل؛

• د هېواد وسله وال ځواک ته نه منسوبتیا؛

• د سیاسي ګوند غړیتوب نه درلودل؛

• د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د نارینه او ښځینه ناظمینو تر منځ د لومړۍ درجه اړیکې نشتوالی؛

• د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کول؛

• د رایې ورکونې د کارت درلودل؛

• د استوګنې په سیمه کې د نېک نوم درلودل؛

د ولایتي ناظم د پسټ اړین اسناد

1. CV یا د سوانح لنډیز

2. د پېژندپاڼې کاپي

3. د رایې ورکونې د کارت کاپي

4. د ولایت په کچه د مدني ټولنې له بنسټونو سره د اړیکو د شرحې لنډیز د دغو بنسټونو د مسوولینو د اړیکې شمېرې سره یوځای

5. د مدني ټولنې د شبکې لخوا د لیک معرفي که چېرې د شبکې پر مټ معرفي شوی وي

6. د بانکي حساب درلودل.

 

د شرایطو وړ کسان کولای شي خپله CV یا د سوانح لنډیز دغه برېښنالیک ته را واستوي.

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري