مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

مشرانو جرګې نن د فیفا موسسې د مشرتابه پلاوي او ځینو کارکوونکو څخه د پارلماني مشاهدې او ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو لپاره ستاینه وکړه. په هغه غونډه کې چې د مشرانو جرګې د منشي او ځینو سناتورانو په ګډون د ملي شورا په ودانۍ کې جوړه شوې وه، دغې جرګې د ستاینلیک په ورکولو سره د فیفا موسسې څخه ستاینه وکړه.

د مشرانو جرګې منشي ډاکټر محمدطیب عطا د پارلماني مشاهدې په برخه کې د فیفا له کړنو څخه په ستاینې وویل:"فیفا د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تل د پارلمان له کړنو څخه خلک خبر کړي او له خلکو سره د اړیکې ټینګولو او کاري روڼتیا د کچې لوړولو په برخه کې یې له دغه بنسټ سره ډېره مرسته کړې ده." هغه همدارنګه وویل چې مشرانو جرګه د دغې موسسې فعالیتونو او هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او هغه د ستاینې وړ بولي.

د فیفا اجرایي مشر محمدیوسف رشید هم د ملي شورا د مشرانو جرګې څخه مننه وکړه او ویې ویل:"فیفا یو ملي بنسټ دی چې تل د خلکو په رایو باندې ولاړ بهیرونو او جوړښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي." هغه وویل چې دوی تل له پارلمان سره همکار دي او هڅه کوي ترڅو د دغه بنسټ له مثبتو ټکو او لاسته راوړنو څخه خبر کړي.

دغه غونډه د فیفا موسسې مشرتابه پلاوي او د پارلماني مشاهدې برخې کارکوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

جمعه، ۱۳۹۶ د غویي ۸مه

په هغه غونډه کې چې د جمعې په ورځ د غویي په ۸مه په بامیانو کې د فیفا له لوري جوړه شوه، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت د وکیلانو په شتون کې د یاد ولایت ستونزې تر بحث او پلټنې لاندې ونیول شوې. د برېښنا نشتوالی، د سرکونو نه سفالټ، دغه ولایت ته د غځېدلو سرکونو په اوږدو کې ناامني او په دغه ولایت کې له بڼوالۍ څخه د دولت نه ملاتړ د دغه ولایت د اوسېدونکو له مهمو ستونزو څخه وې چې په دې غونډه کې یې په هکله بحث وشو. ښاغلي عبدالرحمان شهیداني د دغه ولایت د کیلانو په استازیتوب او ښاغلي اسدالله اسدي د دغه ولایت د ولایتي شورا په اسازیتوب په دغه پروګرام کې ګډون وکړ او د خپلو موکلینو ستونزو ته یې غوږ کېښود.

د غونډې په پیل کې ګډون کوونکو هر یوه د یادو شویو ننګونو په تړاو خپل لیدلوری مطرح کړ او هغه ستونزې یې یادې کړې چې د دغه ولایت خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. په دغه ولایت کې د برېښنا نشتوالی یو له مهمو ستونزو څخه و چې د بامیانو اوسېدونکي ورسره مخامخ دي. خلکو پر حکومت نیوکه وکړه چې حکومت دغه ولایت ته د برېښنا په رسولو کې پاتې راغلي او همدارنګه د برېښنا د بیې لوړوالي څخه یې هم سر وټکاوه.

فیفا د پارلمان له شپږ میاشتنیو کړنو څخه د خپلو مشاهدو موندنې اعلان کړې

۱۳۹۴، د لیندۍ لومړۍ
فیفا له ولسي جرګې څخه د خپلې مشاهدې موندنې په یوه ګردي مېز کې د ولسي جرګې د غړو، د سیاسي ګوندونو او د مدني بنسټونو استازو او رسنیو په شتون کې اعلان کړې. دغه رپوټ چې د دې موسسې پر مټ د ولسي جرګې د شپاړسم دور د نهم اجلاس د مشاهدې موندنې پکې دي، د فعالیتونو او کړنو سربېره یې پرمختګونه او لاسته راوړنې هم پلټلي او هم یې د دې جرګې په کړنو کې د نیمګړتیاو له منځه وړلو لپاره وړاندیزونه هم کړي دي.
د فیفا اجراییوي مشر محمد یوسف رشید ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او د جرګې په کړنو کې یې یو لړ لاسته راوړنو او نیمګړتیاو ته اشاره وکړه. ښاغلي رشید وویل:" د شپاړسم دور په نهم اجلاس کې وکیلانو په خپلو درې بنسټیزو دندو کې چې قانون جوړونه، له حکومت څخه څارنه او استازیتوب دی، لاسته راوړنې درلودې، خو ځینې وخت د نصاب نه بشپړېدو او د لیدلورو توپیر له کبله ځینې قوانین له تصویب څخه پاتې شوي دي." نوموړي د لوړو زده کړو قانون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه قانون ډېره موده کېږي چې په ولسي جرګه کې پاتې دی او داسې قوانین هم شته چې د ملي شورا له تصویب څخه وروسته تر اوسه توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی نه دی. ښاغلي رشید همدارنګه د وزیرانو د استیضاح لپاره د لاسلیکونو په راټولولو کې د روڼتیا نشتوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې پارلمان او حکومت باید د وزیرانو د استیضاح لپاره یوه روښانه او رڼه کړنلاره جوړه کړي.
د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د فیفا موسسې د پارلماني مشاهدې د پروګرام په هکله څرګندونې وکړې. نوموړي وویل:" د فیفا موسسه له درې کلونو راهیسې له ولسي جرګې څخه د مشاهدې پروګرام له دغه بنسټ سره د یوه هوکړه لیک له مخې پیل کړی او په دې وروستیو کې دې موسسه له مشرانو جرګې سره د هوکړه لیک په لاسلیکولو سره په پام کې لري چې د دې جرګې له عمومي غونډو څخه هم مشاهده وکړي." ښاغلي اصغري همدارنګه وویل:" د دې مشاهدې موخه د پارلمان له کړنو څخه د خلکو د پوهاوي زیاتوالی، له مدني بنسټونو سره د ملي شورا د همکارۍ پیاوړتیا او د دغه بنسټ په کړنو کې د روڼتیا ټینګښت دی."

د پارلمان له استازو سره د ابوریحان پوهنتون د محصلینو مخامخ خبرې

د ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۹مه
فیفا د خپلې پارلماني څارنې د پروګرام په چوکاټ کې دا ځل د ابوریحان پوهنتون محصلین د ولسي جرګې له استازو ښاغلي عبدالقادر قلاتوال (زابل) او مېرمن ذکیه سنګین (پروان) سره مخامخ خبرو ته کښېنول ترڅو د پارلمان او د هغه اهمیت او کړنو په هکله یې د معلوماتو ورکولو تر څنګ د دې قوې په هکله خپلې پوښتنې له هغو سره شریکې کړي. لومړی د فیفا د پارلماني مشاهدې د څانګې مسوولینو دغه پروګرام ته د لار هواري لپاره د یاد پوهنتون د هیات او محصلینو له همکارۍ څخه مننه وکړه او ورپسې یې د سیاسي نظام، درې ګونو قواو، د قوا تفکیک، ځایګي، دندو او د پارلمان موخو او هم د فیفا موسسې د پارلماني مشاهدې د پروګرام په هکله تفصیلي معلومات وړاندې کړل. له هغه وروسته درنو وکیلانو خپلې ویناوې واورولې.
پارلمان او دندې یې
د زابل ولایت ټاکل شوي وکیل ښاغلي عبدالقادر قلاتوال بحث پیل کړ. ښاغلي قلاتوال د ځان د معرفي کولو تر څنګ وویل چې په عمومي توګه پارلمان درې مهمې دندې لري چې د حکومت له کړنو څارنه، د قوانینو او تقنیني فرمانونو تصویبول او له خلکو څخه د سم استازیتوب کول دي. ورپسې مېرمن ذکیه سنګین وینا پیل کړه او په لنډه توګه یې د هېواد د پارلمان له فعالیتونو څخه یادونه وکړه. مېرمن سنګین وویل: ځینې وخت چې له محصلینو سره خبرې کوو، هغوی تل پوښتنه کوي چې «وکیل څه کوي؟». د هغو په ذهن کې دغه اصل شتون لري چې هرو مرو وکیلان شورا ته ځي، خبرې کوي او په ځینو برخو کې جنجال کوي او بس. خو کله چې مو د پروان محصلین شورا ته راوستل او د ولسي جرګې له کمیسیونونو څخه یې لیدنه وکړه، بېرته ستنېدو کې ټولو ویل چې آفرین دې وي د یوه وکیل پر حوصلې له دومره ډېر کار سره.

ټاکنیز اصلاحات: د استازو لیدلوری۲۰۱۵

د افغانستان د ولسمشرۍ دریمې ټاکنې چې د اساس ي قانون پر بنسټ په ۳۱۳۱ کال کې وشوې، د افغانستان خلکو )ښځو او ن رانو( په ډېره لېوالتیا د امنیتيګواښونو له شتون سره سره د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړ. یوشمېر رایې ورکوونکي د وسله والو طالبانو لخوا په نښه او ګوتې یې پرې کړې. تمه کېده چې د ټاکنوکمیسیون ټاکنیزې پایلې د خلکو د رایې او غوښتنې سره سم )د اساس ي قانون د ۱مې مادې پر بنسټ( ژر تر ژره اعلان کړي. دا چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې دولسمشرۍ هېڅ یو نوماند ونه توانېد چې ٪ ۵۶ جمع یو رایې ترلاسه کړي، ټاکنې د دوه مخکښو نوماندانو تر منځ دویم پړاو ته ولاړې. له بده مرغه چې د ټاکنو دویمپړاو د پراخو ټاکنیزو درغلیو، د ټاکنیزو شکایتونو په پلټنه کې نه روڼتیا او د دولتي چارواکو د لاسوهنې له کبله څرګنده او روښانه پایله نه درلوده.

د نظاممشروعیت تر پوښتنې لاندې راغی او هېواد د سیاس ي ناورین ګواښ لاندې راغی. د ټاکنیزو کمیسیونونو )د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونوخپلواک کمیسیون( کړنې له یوې خوا د نوماندانو او د سیاس ي ملاتړو د منلو وړ ونه ګرځېدې او له بلې خوا د ټاکنو په بهیر کې د خلکو او د ملي او ن ړیوالو څارونکوبنسټونو د بې باورۍ لامل شو.

نور مطلب لپاره راپور دانلود کړی

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري