په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

جمعه، ۱۳۹۶ د غویي ۸مه

په هغه غونډه کې چې د جمعې په ورځ د غویي په ۸مه په بامیانو کې د فیفا له لوري جوړه شوه، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د دغه ولایت د وکیلانو په شتون کې د یاد ولایت ستونزې تر بحث او پلټنې لاندې ونیول شوې. د برېښنا نشتوالی، د سرکونو نه سفالټ، دغه ولایت ته د غځېدلو سرکونو په اوږدو کې ناامني او په دغه ولایت کې له بڼوالۍ څخه د دولت نه ملاتړ د دغه ولایت د اوسېدونکو له مهمو ستونزو څخه وې چې په دې غونډه کې یې په هکله بحث وشو. ښاغلي عبدالرحمان شهیداني د دغه ولایت د کیلانو په استازیتوب او ښاغلي اسدالله اسدي د دغه ولایت د ولایتي شورا په اسازیتوب په دغه پروګرام کې ګډون وکړ او د خپلو موکلینو ستونزو ته یې غوږ کېښود.

د غونډې په پیل کې ګډون کوونکو هر یوه د یادو شویو ننګونو په تړاو خپل لیدلوری مطرح کړ او هغه ستونزې یې یادې کړې چې د دغه ولایت خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. په دغه ولایت کې د برېښنا نشتوالی یو له مهمو ستونزو څخه و چې د بامیانو اوسېدونکي ورسره مخامخ دي. خلکو پر حکومت نیوکه وکړه چې حکومت دغه ولایت ته د برېښنا په رسولو کې پاتې راغلي او همدارنګه د برېښنا د بیې لوړوالي څخه یې هم سر وټکاوه.

 

bamyan3

ګډون کوونکو همدارنګه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د نښلوونکو سرکونو او د ښار دننه سرکونو نه پخېدو ته هم اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د حکومت او پارلمان د پاملرنې غوښتنه وکړه. دوه هغه اصلي لارې چې کابل له بامیانو سره نښلوي، د طالب اورپکو د پراخو فعالیتونو له کبله ناامنې دي او هر کال ګڼ شمېر خلک قرباني کېږي. ګډون کوونکو وویل چې د بامیانو ولایت نسبي امنیت هم د دغه ولایت د اوسېدونکو د خپلو هڅو زېږنده ده او دولت په دې برخه کې کوم اغېزمن رول نه لري. دوی حکومت د خلکو د سر او مال د امنیت په نه ساتلو تورن کړ او له خپلو وکیلانو څخه یې وغوښتل ترڅو پر امنیتي ارګانونو زور واچوي ترڅو د دغه ولایت د نښلوونکو لارو د امنیت په ټینګښت کې رغنده ګام پورته کړي. د بڼوالۍ، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د دولت نه پاملرنه له نورو ستونزو څخه وې چې ګډون کوونکو ورباندې بحث وکړ.

د غونډې په دوام کې ښاغلي عبدالرحمان شهیداني په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د استازو په استازیتوب او ښاغلي اسدي د ولایتي شورا په استازیتوب څرګندونې وکړې. دوی د یادو ستونزو په تړاو د خپلو هڅو او کړنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغو ستونزو د هواري لپاره راتلونکي پروګرامونه هم لري. ښاغلي شهیداني د دې تر څنګ چې د تېرو هڅو ناکافيتوب اعتراف یې کړ، ویې ویل: موږ د خپل توان تر حده ډېر کارونه کړي دي، خو یو وکیل په ټوله کې یو کارت لري. همدارنګه ښاغلي اسدي د دغو ننګونو د هواري لپاره یې د ولایتي شورا د فعالیتونو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې یادې ستونزې به له خپلو همکارانو سره د ولایتي شورا له لارې تعقیب کړي.

دغه غونډه د یادو ستونزو د هواري په برخه کې د ګډون کوونکو له لوري د وړاندیزو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده. د بامیانو اوسېدونکو د دغه پروګرام د جوړولو لپاره له فیفا څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د لومړي ځل لپاره له خپلو استازو سره مخامخ کښېناستلي او کولای شي د خپلو ستونزو په هکله له هغو سره ازادانه خبرې وکړي او له خپلو استازو څخه پوښتنه وکړي. دوی په دغه ولایت کې د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

۲- د محصلینو پروګرام

د بامیانو د پوهنتون له محصلینو سره په غونډه کې د پارلمان او ولایتي شورا د موقف، جوړښت او دندو په هکله بحث وشو

شنبه/ ۱۳۹۶ د غویي ۹مه

bamyan student1

د ملي شورا د جوړښت، دندو، صلاحیتونو او کړنو په هکله د محصلینو د پوهاوي لوړولو په موخه فیفا د بامیانو پوهنتون د محصلینو لپاره د پوهاوي ورکولو غونډه په دغه پوهنتون کې جوړه کړه. د دغه پروګرام موخه د پارلمان د کړنو د څرنګوالي او د خلکو د استازي په توګه د وکیل رول په هکله د پوهاوي ورکول دي. په دغه پروګرام کې لومړی د فیفا له لوري د اساسي قانون، د سیاسي نظام جوړښت، د قوا تفکیک، د پارلمان دندو او جوړښت، د وکیلا دندو او صلاحیتونو، د قانون جوړونې بهیر، د بودجې تصویب او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې شول. په دوام کې د بامیانو د ولایتي شورا غړي ښاغلي محمدامیر محمودي د سیمه ایز حکومت، د ولایتي شورا د رول او د ملي شورا د دندو او صلاحیتونو په هکله محصلینو ته په تفصیل سره معلومات وړاندې کړل. د پروګرام په پای کې محصلینو د وړاندې شویو مسایلو په هکله پوښتنې وکړې چې د فیفا او د بامیانو د ولایتي شورا د غړي له لوري ځواب شوې.

 

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري