مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

مشرانو جرګې نن د فیفا موسسې د مشرتابه پلاوي او ځینو کارکوونکو څخه د پارلماني مشاهدې او ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د دغه بنسټ د فعالیتونو لپاره ستاینه وکړه. په هغه غونډه کې چې د مشرانو جرګې د منشي او ځینو سناتورانو په ګډون د ملي شورا په ودانۍ کې جوړه شوې وه، دغې جرګې د ستاینلیک په ورکولو سره د فیفا موسسې څخه ستاینه وکړه.

د مشرانو جرګې منشي ډاکټر محمدطیب عطا د پارلماني مشاهدې په برخه کې د فیفا له کړنو څخه په ستاینې وویل:"فیفا د تېرو څو کلونو په اوږدو کې تل د پارلمان له کړنو څخه خلک خبر کړي او له خلکو سره د اړیکې ټینګولو او کاري روڼتیا د کچې لوړولو په برخه کې یې له دغه بنسټ سره ډېره مرسته کړې ده." هغه همدارنګه وویل چې مشرانو جرګه د دغې موسسې فعالیتونو او هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او هغه د ستاینې وړ بولي.

د فیفا اجرایي مشر محمدیوسف رشید هم د ملي شورا د مشرانو جرګې څخه مننه وکړه او ویې ویل:"فیفا یو ملي بنسټ دی چې تل د خلکو په رایو باندې ولاړ بهیرونو او جوړښتونو د پیاوړتیا په برخه کې کار کوي." هغه وویل چې دوی تل له پارلمان سره همکار دي او هڅه کوي ترڅو د دغه بنسټ له مثبتو ټکو او لاسته راوړنو څخه خبر کړي.

دغه غونډه د فیفا موسسې مشرتابه پلاوي او د پارلماني مشاهدې برخې کارکوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري