د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلان په تړاو د فیفا خبرپاڼه

«فیفا د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو د نېټې د اعلانېدو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دغه ګام څخه هرکلی کوي او هغه د شته بندون په هوارېدو کې اساسي ګام بولي. په عین وخت کې فیفا د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه غواړي ترڅو هغه بنسټونه چې په ټاکنو کې رول او مسوولیت لري، له همدا اوسه څرګند شي.»

۱۳۹۶/ د چنګاښ لومړۍ

کابل – که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د ټاکنو اعلان شوې نېټه (۱۳۹۷ د چنګاښ ۱۴مه) په داسې فصل کې ده چې امنیتي ګواښونو زیاتېږي. معمولا په داسې شرایطو کې چې د امنیتي پېښو کچه لوړېږي، د پروسې امنیتي مدیریت یوه مهمه ننګونه ګڼل کېږي، خو سره له دې هم فیفا تمه لري ترڅو د امنیت ټینګښت لپاره اړین ګامونه پورته شي. د یادونې وړ ده چې د راتلونکو ټاکنو اعلان شوې نېټه ښایي پر ولسمشریزو ټاکنو باندې چې له دغو ټاکنو څخه وروسته په ۸ میاشتني ځنډ کې به د ۹۸ کال په وري میاشت کې وشي، اغېزې ولري. ځکه چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیاری محدودوي او د کمیسیون لپاره

د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې د خپراوي د کنفرانس رپوټ

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې د خپراوي لپاره چې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو په همکارۍ په پنځو کاري غونډو کې چمتو شوې وه، په انټرکانټیننټال هوټل کې یو کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د ټاکنیزو کمیسیونونو، د محل د ارګانونو ادارې، مرکزي احصائیې، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې او د حکومت استازو (ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست) هم ګډون درلود. په سر کې د فیفا اجرایي مشر د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مسوولیتونو په هکله وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټاکنیز کمیسیونونه باید د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې روڼتیا، خپلواکي او تخصص په پام کې ونیسي او له ټاکنو سره د یوې پروژې په توګه نه، بلکې د یوې پروسې په توګه چلند وکړي. ورپسې د فیفا د ټاکنیزو پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د پروګرام د معرفي کولو تر څنګ د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې ۴۱ اصله چې د ټاکنیزو کمیسیونونو، حکومت، ملي شورا، سیاسي ګوندونو، د ټاکنو اړوند مدني ټولنې بنسټونو، ټولیزو رسنیو او نړیوالې ټولنې پورې اړه لري، ولوستل. ورپسې د پنل شاملو مېلمنو هر یوه په خپل وار د ټاکنو او ټاکنیزو اصلاحاتو پر وړاندې د خپلو اړوندو بنسټونو د کاري پروګرامونو په هکله خبرې وکړې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمشنر معاذالله دولتي د ټاکنو کمیسیون د کاري لومړیتوبونو په توګه د ټاکنیزو حوزو د په ګوته کولو، د رایې ورکونې د مرکزونو متوازن کول، د رایې ورکونې د کارتونو باطلولو، د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو، د کمیسیون د تشکیلاتي جوړښت اصلاح، د کړنلارو د اصلاح او د دارالانشا د مشر معرفي کولو د یادولو تر څنګ ژمنه وکړه چې له ټاکنو سره به د پروژې په توګه چلند ونشي بلکې په بنسټیز کولو کې به یې هڅې وکړي. همدارنګه دوی له مدني بنسټونو او رسنیو څخه وغوښتل ترڅو ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د باور را ژوندي کولو په برخه کې له یادو کمیسیونونو سره همکاري وکړي. ورپسې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کمشنر غلام دستګیر هدایت ژمنه وکړه چې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې به له خپل پوره توان، انرژۍ او اسانتیاو څخه ګټه واخلي. نوموړي د مالي ستونزو شتون د خپلو کارونو تر مخ یو له ننګونو څخه وګڼه خو څرګنده یې کړه چې د یادو ستونزو سره سره به د کمیسیون د تشکیلاتو د اصلاح او د دارالانشا د وضعیت سمون له لارې د کارونو بنسټیز کولو کې ګام پورته کړي. همدارنګه یې د کمیسیون د داخلي دندو د اصولو چمتو کول،

د غوراوي کمېټې او وړاندیزونو په هکله د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو ګډې ډلې د مطبوعاتي خبرپاڼې پر بهیر

د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو ګډه ډله د غوراوي کمېټې له بیا جوړېدو څخه خوښي څرګندوي او هغه د ټاکنیزو اصلاحاتو د پلي کېدو په برخه کې چې د ټولنې له مهمو اړتیاو څخه شمېرل کېږي، یو رغنده ګام بولي. همدارنګه د یادې کمېټې د خپلواکۍ، د کاري روڼتیا او د ناقانونه لاسوهنو د مخنیوي په برخه کې د دغه بنسټ د مشر او غړو له ژمنو څخه هرکلی کوي.

د غوراوي کمېټه په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب د نوماندانو د وړتیا او اهلیت په ګوته کوونکي او د هغو د اسنادو پلټونکي بنسټ په توګه د معتبرو او خپلواکو کمیسیونونو د رامنځ ته کېدو لپاره د متخصصو، بې پرې او ژمنو کسانو په معرفي کولو کې خورا مهمه مرجع ګڼل کېږي. له دې کبله اړینه ده چې د دغه بنسټ کړنې د ټاکنو تقنیني فرمان له مخې او په کره، مسلکي او رڼه توګه او له لاسوهنو پرته تر سره شي. د دغه بنسټ له څو ورځنیو غوڼدو څخه د ټاکنیزو مشاهدو بنسټونو څارنه ښيي چې د کمېټې کار په غور او چټکتیا سره روان دی او رسنۍ او څارونکي د پام وړ ګډون پکې لري، خو تر څنګ یې لازمه ده ترڅو د غوراوي کمېټه د کارونو لا سمون، لا روڼتیا او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب په موخه ولسمشر ته د شرایطو وړ کسانو معرفي کولو لپاره لاندې موارد په کلکه په پام کې ونیسي:

نور مطلب ...

فیفا د ولسي جرګې له لوري د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان دویم ځل ردېدل د خواشینۍ وړ بولي

له بده مرغه چې د ملي شورا ولسي جرګې د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په قانون کې د اصلاحاتو په اړه د حکومت تقنیني فرمان د دویم ځل لپاره رد کړ ترڅو په هېواد کې د ولسواکۍ او ټاکنو دوام او راتلونکی رد کړي. په پارلمان کې د خلکو استازي په خپل دغه ګام سره ثابته کړه چې هغه ارزښت ته چې دوی هم د همغه محصول دي، نور درناوی نه لري. د خلکو تمه دا وه چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد پارلمان د خپل دریځ له مخې په دې برخه کې اغېزمن، مسوولانه او رغنده رول ولوبوي. له بلې خوا د افغانستان اړوند نړیوالو غونډو څخه رپوټونه وایي چې په افغانستان کې د سیاسي او ټاکنیزو اصلاحاتو له شته وضعیت څخه د نړیوالې ټولنې د صبر کاسه ډکه شوې ده. په نږدې راتلونکي کې د دوه مهمو کنفرانسونو (وارسای او بروکسل) جوړولو ته په کتو سره د خلکو استازي باید پوه شي چې د نن ورځې تصمیم یې کولای شي د افغانستان دولت او خلکو سره نړیوالې مرستې اغېزمنې کړي او له دغه هېواد سره له همکارۍ او ملتیا څخه نړۍ ناهیلې کړي. فیفا د دې تر څنګ چې د ولسي جرګې دغه ګام په کلکه د خواشینۍ وړ بولي، لاندني ټکي د حکومت او د ملي شورا مشرانو جرګې تر غوږو رسوي:

۱- فیفا د ملي شورا له مشرانو جرګې څخه غواړي ترڅو د دغه فرمان پر وړاندې د ولسی جرګې چلند تعقیب نه کړي. مشرانو جرګه کولای شي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او ټاکنو تر سره کولو لپاره د جدي اړتیاو او اوسنیو حساسو شرایطو په پام کې نیولو سره په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او خلکو سره په سلا کې د دغه فرمان په هکله تصمیم ونیسي. د مشرانو جرګې سم تصمیم کولای شي د اصلاحاتو او ټاکنو تر سره کولو ته لار هواره کړي؛

د ولسي جرګې لخوا د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان د دویم ځل ردېدو څخه د فیفا اندېښنه

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه سبا د «ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په قانون» کې د تعدیلاتو راوستلو په اړوند د ولسمشر تقنیني فرمان په هکله د قانون جوړوونکې مرجع او د ولس کور په توګه د دغه بنسټ دریځ په اړوند لرغونی تصمیم ونیسي. د تېرو ټاکنو (۱۳۹۳) لانجمنې تجربې ته په کتو او سمو ټاکنو ته د لار هوارولو لپاره د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو او په عین وخت کې ټاکنو ته ورته ملي پروسو باندې د خلکو د باور د کچې لوړولو لپاره په ټوله کې ملي شورا او په ځانګړې توګه ولسي جرګه په دې برخه کې تاریخي او برخلیک ټاکونکی رول ولوبوي او د ټاکنیزو اصلاحاتو له پروسې سره ملتیا او همکاري وکړي. د ټاکنیزو قوانینو د اصلاحاتو لپاره د حکومت تقنیني فرمانونو په هکله د ملي شورا څو موده وړاندې چلند د خلکو د ناخوښۍ لامل شوه او د شورا دا کړنه یې مسوولانه ونه ګڼله. په عین وخت کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د بې برخلیکۍ او ځنډ دوام مسوولیت د حکومت د کم کاریو تر څنګ د پارلمان پښه هم په دې مسئله کې ورګډه کړه. د ملي شورا لخوا د حکومت د تقنیني فرمانونو ردول د دې لامل شو چې د ټاکنو د بهیر او په تېره بیا د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو د بې برخلیکۍ بحث لا دوام وکړي. په عین وخت کې د ولسي جرګې د کار دوام د مشروعیت او نه مشروعیت په هکله پوښتنې لا زیاتې شوې.
اوس د تقنیني فرمانونو په ردولو کې د ولسي جرګې د پوښتنې وړ تجربې ته په کتو سره او اوس چې یو ځل بیا فرصت برابر شوی، فیفا د ټاکنو یوه څارونکي بنسټ په توګه لاندې غوښتنې ولسي جرګې ته راجع کوي او په دغو حساسو شرایطو کې د درنو وکیلانو کلکه پاملرنه غواړي:
1. ولسي جرګه باید د تقنیني فرمان دویم ځل په ردولو سره خپل ځان تاریخي ملامت نه کړي او د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو تر سره کولو او اصلاحاتو پلي کولو لپاره د حکومت بې باورۍ دوام ته لار هواره نه کړي؛
2. ولسي جرګه صلاحیت لري ترڅو دریمه لار چې همغه د اړینو تعدیلاتو راوستل دي، خپله کړي، د دې پر ځای چې پر دغه فرمان باندې د باطلولو کرښه کش کړي – دا لار د یوه قانون جوړوونکي بنسټ سره ښایي چې د اصلاحاتو پلي کولو اړوند هر مورد کې مرسته وکړي، نه دا چې خنډ ورته جوړ کړي او ضدیت وکړي؛
3. د ولسي جرګې وکیلان د یو لړ هغو پلمو څخه ډډه وکړي چې حکومت ملامت کړي او ځان ته برائت ورکړي او دغه نه پای ته رسېدونکي بهیر ته یوه لار ولټوي، ځکه چې د نورو په ملامتولو او ځان ته برائت ورکولو سره نشي کولای د خلکو او پروسې ستونزې هوارې کړي او رغنده پایلې لاسته راوړي؛
4. تجربې ښودلې چې د نړۍ پارلمانونو تل د لویو سیاسي ناورینونو او لانجو په هوارولو کې مهم او اساسي رول لوبولی او په سلا او مشورې سره یې د خلکو او سیاستوالو تر منځ د باور او اتفاق فضا رامنځته کړې ده. نو پر دې بنسټ اوس مهال له ملي شورا څخه د خلکو او مدني ټولنې غوښتنه د ورته مسوولانه رول ادا کول دي، نه دا چې دا تشه لا زیاته کړي او په دویم ځل ردولو سره د اصلاحاتو د بهیر او د ټاکنو د لا زیات ځنډولو لپاره د حکومت یوه وسیله وي؛
5. فیفا د ټاکنو د اصلاحاتو په برخه کې د افغان دولت د تصمیم نیونې د ټولو جوړښتونو د همغږۍ او همکارۍ رول باندې باور لري د افغانستان ملي شورا په ګدون له ټولو سیاستوالو څخه غواړي چې نور له دې زیات د ټاکنو بهیر د نورو بنسټونو او سیاستوالو سیاست کې ورنه کړل شي. د ورته وضعیت دوام د قانون د حاکمیت، د ولسواکۍ بهیر او د هېواد سیاسي ټیکاو لپاره لوی ګواښ او خطر دی.
مدني ټولنه، سیاسي ګوندونه او د افغانستان خلک به سبا د هېواد په ولسي جرګه کې د تصمیم نیونې بهیر په پوره غور سره تعقیب کړي او دا به په ګوته کړي چې استازي یې څرنګه د یوې ملي پروسې پر وړاندې د خپل استازیتوب رسالت ادا کوي. موږ د اصلاحاتو په برخه کې د ولسي جرګې سم تصمیم نیولو ته هیله من یو او په دې برخه کې د وکیلانو لپاره بریالیتوب غواړو.

کابل، د 1395 دغبرگولی 16

ومن‌الله توفیق

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري