• د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ پنځمه ناسته

    د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ پنځمه ناسته

  • د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ څلورمه ناسته

    د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ څلورمه ناسته

  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه

    د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه

  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلان په تړاو د فیفا خبرپاڼه

    د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو...

  • په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

    په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

  • مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

    مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

  • په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

    په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو...

  • د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

    د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

  • د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر کب میاشتی پوری

    د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر...

  • په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د اساسي اصولو اعلامیه

    په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د...

د ۲۰۱۴ ټاکنو نقشه

موږ سره ونښلئ

 Facebook  Twitter

فیفا د ولسي جرګې له لوري د ټاکنیزو اصلاحاتو د تقنیني فرمان دویم ځل ردېدل د خواشینۍ وړ بولي

25 خرداد 1395
67656 times

له بده مرغه چې د ملي شورا ولسي جرګې د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په قانون کې د اصلاحاتو په اړه د حکومت تقنیني فرمان د دویم ځل لپاره رد کړ ترڅو په هېواد کې د ولسواکۍ او ټاکنو دوام او راتلونکی رد کړي. په پارلمان کې د خلکو استازي په خپل دغه ګام سره ثابته کړه چې هغه ارزښت ته چې دوی هم د همغه محصول دي، نور درناوی نه لري. د خلکو تمه دا وه چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد پارلمان د خپل دریځ له مخې په دې برخه کې اغېزمن، مسوولانه او رغنده رول ولوبوي. له بلې خوا د افغانستان اړوند نړیوالو غونډو څخه رپوټونه وایي چې په افغانستان کې د سیاسي او ټاکنیزو اصلاحاتو له شته وضعیت څخه د نړیوالې ټولنې د صبر کاسه ډکه شوې ده. په نږدې راتلونکي کې د دوه مهمو کنفرانسونو (وارسای او بروکسل) جوړولو ته په کتو سره د خلکو استازي باید پوه شي چې د نن ورځې تصمیم یې کولای شي د افغانستان دولت او خلکو سره نړیوالې مرستې اغېزمنې کړي او له دغه هېواد سره له همکارۍ او ملتیا څخه نړۍ ناهیلې کړي. فیفا د دې تر څنګ چې د ولسي جرګې دغه ګام په کلکه د خواشینۍ وړ بولي، لاندني ټکي د حکومت او د ملي شورا مشرانو جرګې تر غوږو رسوي:

۱- فیفا د ملي شورا له مشرانو جرګې څخه غواړي ترڅو د دغه فرمان پر وړاندې د ولسی جرګې چلند تعقیب نه کړي. مشرانو جرګه کولای شي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او ټاکنو تر سره کولو لپاره د جدي اړتیاو او اوسنیو حساسو شرایطو په پام کې نیولو سره په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او خلکو سره په سلا کې د دغه فرمان په هکله تصمیم ونیسي. د مشرانو جرګې سم تصمیم کولای شي د اصلاحاتو او ټاکنو تر سره کولو ته لار هواره کړي؛

۲- د افغانستان حکومت کولای شي سترې محکمې او د اساسي قانون د پلي کېدو د څارنې کمیسیون ته په مراجعې سره د اساسي قانون ۷۹یمې مادې د تفسیر په هکله د وضاحت او رڼا اچولو غوښتنه وکړي. فیفا په دې باور ده دا چې دواړه ټاکنیز قوانین ګډه مبنا لري، د اساسي قانون ۱۰۹مې مادې پر بنسټ پارلمان نشي کولای په دواړو ټاکنیز قوانینو کې د تعدیل بحث په خپله کاري اجنډا کې ونیسي. د ملي یووالي حکومت باید ټولې شونې حقوقي لارې وپلټي او یوه قانوني کړنلاره ولټوي؛
۴- که چېرې ټولې قانوني او حقوقي کړنلارې له بندون سره مخامخ شوي وي، حکومت باید له ټولو سیاسي او ښکېل اړخونو سره په ګډه د دې ستونزې د هواري لپاره یوه معقوله او غوره سیاسي کړنلار ولټوي. دا ګډه سیاسي کړنلار باید د اصلاحاتو او ټاکنو په لور یوه ابرومندانه لار پرانیزي؛
۵- فیفا د ملي یووالي حکومت له ولسمشر او اجرایيه رییس څخه په کلکه غواړي ترڅو د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د خپلو کړو ژمنو پر بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو په بحث کې عملي او اړین ګامونه پورته او د دغه بحث د پېچلي کولو څخه ډډه وکړي؛
۶- د ملي یووالي حکومت باید د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړو د کار دوام او برخلیک په هکله څرګند تصمیم ونیسي. د ټاکنیزو اصلاحاتو د پروسې ګډوډولو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړو هڅو ته په پام سره د دوی د کار دوام جدي بیا کتنې او نظر تجدید ته اړتیا لري.

فیفا یو ځل بیا د افغانستان له ټولو وګړو، د مدني ټولنې بنسټونو، مدني فعالینو، سیاسي ګوندونو او سیاسي نخبګانو څخه غواړي ترڅو د دې ملي او حیاتي چارې لپاره له عدالت غوښتنې څخه لاس وانخلي. پر حکومت او نورو ښکېلو غاړو باندې لازم قانوني زور واچوي او دوی ټاکنیزو اصلاحاتو تر سره کولو ته وهڅوي.

کابل، ۱۳۹۵ د غبرګولي ۲۴مه؛

ومن‌الله توفیق

Rate this item
(0 votes)

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري