سیمه ایز مشاهد

سیمه ایز مشاهدین د فیفا لنډمهاله رضاکاره کارکوونکي دي چې د ټاکنو له بېلابېلو پړاوونو څخه د مشاهدې لپاره استخدامېږي. دوی د اداري سلسله مراتب له مخې د ولسوالۍ همغږي کوونکو سره اړیکه لري او خپل رپوټونه دوی ته سپاري. د دغو کسانو شمېر د هرې ولسوالۍ او ناحیې په کچه د فیفا د مشاهداتي پوښښ لاندې سیمې له مخې د فیفا له لوري تعینېږي.

د سیمه ایز مشاهد ژمنې

۱. د مشاهدې پر مهال د بې پرېتوب او نه پلي کولو د اصل مراعاتول.
۲. رضاکار مشاهد د مشاهدې پر مهال باید د فیفا د ولسوالۍ همغږي کوونکي له اجازې پرته خپل استوګنځی پرې نږدي.
۳. د کومې ناڅاپي پېښې پر مهال که چېرې مشاهد سیمه د لنډمهال لپاره پرېږدي نو باید ژر تر ژره د ممکنه فرصت له لارې خپل د ولسوالۍ همغږي کوونکي ته خبر ورکړي.

د سیمه ایز مشاهد دندې

۱. د ټاکنو له بېلابېلو پړاونو څخه څارنه او مشاهده او خپل اړوند ولسوالۍ همغږي کوونکي ته د کره او په وخت رپوټونو وړاندې کول؛
۲. د فیفا په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون؛
۳. د خپل اړوند محل څخه چې د ټاکنو په پروسه کې له هغه څارنه کوي د کافي معلوماتو په ګوته او تر لاسه کول؛
۴. په هغه محل کې چې د فیفا د دفتر لخوا د ولسوالۍ همغږي کوونکي پر مټ ګمارل شوی، د ټاکنو پروسې له یوې برخې یا ټولو پړاونو څخه منظمه مشاهده؛
۵. د رایې ورکونې له پروسې څخه د موثقو، کره او بې پرې رپوټونو چمتو کول؛
۶. د ټاکنو پروسې له کارکوونکو او نورو مشاهدینو سره چې په محل کې دي، د اړیکو ساتل؛
۷. د ولایتي مسوول پر مټ د دفتر له لوري د نورو سپارل کېدونکو دندو سر ته رسول.

د دغه پست لپاره غوښتنپاڼه واستوئ

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري