• د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ پنځمه ناسته

    د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ پنځمه ناسته

  • د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ څلورمه ناسته

    د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همغږۍ څلورمه ناسته

  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه

    د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره د فیفا د همغږۍ غونډه

  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلان په تړاو د فیفا خبرپاڼه

    د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو...

  • په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

    په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

  • مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

    مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

  • په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

    په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو...

  • د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

    د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

  • د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر کب میاشتی پوری

    د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر...

  • په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د اساسي اصولو اعلامیه

    په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د...

د ۲۰۱۴ ټاکنو نقشه

موږ سره ونښلئ

 Facebook  Twitter

فیفا

د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو استازو د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو کمیسیون له پلاوي سره په مخامخ ډول د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړي کمیسیون په وړاندیزونو پر درې برخو بحث وکړ. دا غونډه چې د فیفا موسسې په تخنیکي او تسهیلاتي همکارۍ جوړه شوې وه، لومړی د فیفا اجرایيوي مشر ښاغلي محمدیوسف رشید مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا د فعالیتونو یادونه وکړه او هم یې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کړنو ستاینه وکړه. ښاغلي رشید وویل:" د وړاندیزونو درې برخې چې یوځل بیا د حکومت لخوا د تدقیق او لازیات غور لپاره رد شوی، خورا مهمې برخې دي چې باید ټول ښکېل بنسټونه په دې برخه کې په همکارۍ او سلا سره د پلي کېدو لپاره یې هڅه وکړي. ښاغلي رشید همدارنګه د ټاکنیز نظام د بدلون مسئلې د مهم ګڼلو ترڅنګ په هغه کې د ګوندونو رول د پام وړ وباله. ورپسې د فیفا موسسې د ټاکنو د څانګې مسوول ښاغلي رحمت الله صالحي د ټاکنیز سیستمونو لکه د لستي تناسبي سیستم، په هکله د پاورپاینټ له لارې معلومات وړاندې کړل او د هر یوه مثبت او منفي ټکي په ګوته شول.
د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د دغه پروګرام د پرمخ بېولو لپاره د فیفا له موسسې څخه مننه او ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دغه کمیسیون به د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره خپل ماموریت په سمه توګه پرمخ بیایي. ښاغلي توحیدي د اصلاحاتو رامنځته کولو اړتیا ته اشاره وکړه او هم یې د دغه کمیسیون له رامنځته کېدو څخه تر اوسه کړنې تشرېح کړې. نوموړي وویل چې د حکومت لخوا د دوی د وړاندیزونو د لس برخو څخه هرکلی، خورا هیله من کوونکی او مخ پر وړاندې یو لوی ګام دی او هڅې روانې دي ترڅو په دویم ځل وړاندیزونو کې درې ناتایید شوې برخې له لازیات غور او تدقیق څخه وروسته یوځل بیا حکومت ته وړاندې شي.
د دغه کمیسیون بل غړي صالح محمد ریګستاني هم د ولسمشر لخوا د رد شویو درې برخو (ټاکنیزې حوزې، د روڼتیا کمېټه او نوی ټاکنیز نظام) په هکله وینا وکړه او په مشخصه توګه یې د ټاکنیز سیستم د بدلون او د حزبونو شتون پیاوړتیا په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل. ښاغلي رېګستاني وویل:" یو بر دریمه برخه څوکۍ سیاسي ګوندونو او دوه پر دریمه برخه خپلواک نوماندانو ته، هم ګوندي نوماندانو او هم خپلواکو نوماندانو ته کافي فرصت برابروي." نوموړي همدارنګه د رایې ورکونې، د رایو راټولولو او د پایلو د جمع بندۍ د لارو په هکله بحث وکړ او د سیستم د قوت او ضعف ټکي یې په ګوته کړل.
دې غونډې د سیاسي ګوندونو د استازو او د ټاکنیز نظام د اصلاح ځانګړي کمیسیون د پلاوي تر منځ د پوښتنو او ځوابونو سره دوام وموند. د سیاسي ګوندونو استازو د اصلاحاتو کمیسیون پلاوي ته د خپل لیدلورو د وړاندې کولو تر څنګ د ولایتي نمایندګۍ او ملي نمایندګۍ سیستم، سیاسي ګوندونو ته د رایې ورکونې لارو، د رایې ورکوونکو لخوا د دوه رایو حق درلودو او د ګوندونو تر منځ د څوکیو د وېش د څرنګوالي په هکله پوښتنې وکړې. دا غونډه د ښاغلي توحیدي او د ښاغلي رېګستاني لخوا د مطرح شویو پوښتنو په ځوابولو پای ته ورسېده.

د افغانستان درڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) او د آزاد او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د اوسنی وضعیت، د ملی وحدت حکومت د دوه ګونی لیدلوری د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوړلو په هکله او د ټاکنیزو اصلاحاتو د راوړلو وخت د پیل په اړه اندیښنه لری.

دملی وحدت حکومت د رهبرانو د سیاسی موافقتنامی پر اساس د اړینو اصلاحتو راول په قوانینو او اړونده ټاکنیزو بنسټونو، او د ټاکنیزو اصلاحتتو د کمیسیون تشکیل، ددی امر لپاره د حکومت د لومړنیو کارنو څخه شمیرل کیږی. خو لیدل کیږی چی د حکومت لخوا نسبت د ټاکنیزو اصلاحاتو راوړلو لپاره متفاوته چلند کیږی او د موفقتنامی په اساس نه بلکه د جمهوری ریاست د حکم پر اساس د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه نوی تکلاری د لاس لاندی نیول شوی دی

نور مطلب

د فیفا موسسې د عدالت غوښتنې پنځمه غونډه د محلي ارګانونو د ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ښاغلي محمد نادر یما، د اداري واحدونو مشر ښاغلي وردګ او د یادې ادارې د شوراګانو د انسجام مشر ښاغلي پوپل سره جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو هم شتون درلود.
په سر کې د فیفا د پروګرام مسوول ښاغلي محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت، د فیفا د هڅو او په دې برخه کې د کاري ډلې او د محلي ارګانونو د ادارې رول په هکله معلومات وړاندې کړل او د یادې ادارې له مرستیال څخه یې وغوښتل ترڅو د ټاکنو ترسره کېدو په موخه د افغانستان د ولسوالیو د پولو په ګوته کولو په برخه کې د دې ادارې فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړي.
ورپسې د محلي ارګانونو د ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال محمد نادر یما د فیفا موسسې او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه مننه وکړه او د فیفا دغه کار یو نېک ګام وباله. نوموړي د ټاکنو په برخه کې د محلي ارګانونو د ادارې رول په دوه برخو کې خلاصه کړ. یو له ټاکنو څخه مخکې د محلي ارګانونو اداره څه کارونه ترسره کولای شي او دویم دا چې کله چې د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په هکله خبرې کېږي، دا کار د محلي ارګانونو د ادارې مسوولیتونو څخه ګڼل کېږي چې هغه جوړښتونه چې دا اداره یې باید کاري ملاتړ وکړي. په دوام کې د محلي ارګانونو د اداري واحدونو مشر ښاغلي وردګ د ولسوالۍ د شوراګانو ټاکنو په برخه کې وویل چې د افغانستان مساحت ۶۵۳۷۴۲ مترمربع دی چې ۳۴ ولایتونو او ۳۷۶ ولسوالیو چې له دغو څخه ۱۲ ولسوالۍ په لنډمهالي توګه رامنځته شوي، ۱۵۹ ښاري ناحیو او ۴۹۰۳۳ کلیو باندې وېشل شوی او د ولسمشر د حکم له مخې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د دې ولسوالۍ په ګډون په ۵ ولسوالیو وېشل شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د مرکزي احصائیې د ادارې او د کارتوګرافي ریاست په همکارۍ د GPS ټکنالوژۍ څخه په ګټې د هېواد د ولسوالیو له پولو څخه له ۹۰٪ څخه زیات یې سرحد بندي شوي، یوازې د ځینو کرنیزو ځمکو د څړځایونو په برخه کې ځینې ستونزې شته او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د هر ډول همکارۍ لپاره اسانتیاوې شته او کوم جدي ستونزه نشته که چېرې سیاسي او امنیتي ملاتړ شتون ولري. ځکه چې اوس مهال ۱۱۲ ولسوالۍ په کلک ګواښ او ۱۰۲ ولسوالۍ له متوسط ګواښ کې او ۷ ولسوالۍ د دولت د مخالفینو په لاس کې دي.

«د ښځو د سیاسي حقونو د عدالت غوښتنې ډله د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي ترڅو د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر او په حکومت کې د ښځو د رول زیاتوالي په هکله خپلې ژمنې پلې کړي.»
کابل، د ۱۳۹۴ د غبرګولي ۱۱مه

د ښځو د سیاسي حقونو د عدالت غوښتنې ډله د ښځو د سیاسي حقونو د تثبیت او هم د هغو ژمنو تعقیبولو په برخه کې چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د دولت په مشرتابه کې د ښځو د رول پیاوړتیا او زیاتوالي په اړوند له خلکو سره کړې وې، د خپلو طرحو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه د ملي یووالي له حکومت څخه په کلکه غواړي ترڅو د طرحو په پلي کولو کې بنسټیز ګامونه پورته کړي. دا ډله سره له دې چې د حکومت د ژمنو پر بنسټ په کابینه کې د څلور مېرمنو له شتون څخه هرکلی کوي، خو په دې باور ده چې یوازې په همدې باید بسنه ونشي، بلکې دولت دې د یوه ملي او پراخ بنسټه پروګرام سره د حکومت په ټولو رهبري او مدیریتي کچو کې د ښځو رول او ونډه زیاته کړي. له همدې کبله د عدالت غوښتنې ډله د خپلو بنسټیزو اصولو او غوښتنو په توګه لاندې ټکي وړاندې کوي:

۱ـ د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د ښځو ستونزو او ناخوالو ته دې په کلکه پاملرنه او غور وشي. له تېرو ټاکنو څخه د فیفا څارنیزو موندنو پر بنسټ د عدالت غوښتنې د ډلې موندنې ښيي چې د رایې ورکونې پر مهال د ښځو د پراخ ګډون سربېره لا هم د هغو پر وړاندې ګڼ شمېر خنډونه شته. له بده مرغه چې په راتلونکو ټاکنو کې د دغه وضعیت بیاځلي کېدل له سیاسي حقونو څخه د ښځو د بې برخه کېدو لامل کېږي، چې د ښځو د عدالت غوښتنې ډلې په دې برخه کې مشخصه طرحه جوړه کړې او هغه د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون او د افغانستان حکومت ته وړاندې کوي.
۲ـ د ملي یووالي د حکومت مشرانو د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال په وار، وار له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د حکومت د مشرتابه په کچه به د ښځو ونډه زیاته او رول به یې پیاوړی کړي. همدارنګه په هغه کنفرانس کې چې یادې ډلې د ولسمشرۍ د نوماندانو په ګډون په ( د۲۰۱۴دسمبر۲۶ ) نېټه د «ټاکنې او د ښځو حقونه» تر نامه لاندې جوړ کړی و، د ډلې غوښتنې په مکتوبي ډول هغو ته وړاندې شوې او هغو ټولو یې د پلي کولو ژمنه وکړه. ډله د دغو غوښتنو پر لړ کې د ملي یووالي حکومت له مشرتابه څخه غواړي ترڅو د ښځو د سیاسي حقونو د ساتلو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګ ودرېږي.
۳ـ د عدالت غوښتنې د ډلې په طرحه کې د ولایتونو د مقام څوکیو، په ستره محکمه کې د یوې ښځې غړیتوب، د ډيپلوماټیکو نمایندګیو، د عمومي ریاستونو، د خپلواکو کمیسیونونو او ولسوالیو د څوکیو ځانګړي کولو په اړوند په څرګنده یادونه شوې ده. اوس دغه وخت رارسېدلی چې د دغو ژمنو د پلي کولو پر لړ کې، په ټولو برخو کې د ښځو ونډه په کلکه په پام کې ونیول شي. په دې لړ کې د عدالت غوښتنې ډله د ښځو لپاره د ولایتونو د مقام لږ تر لږه ۹ څوکیو ځانګړي کولو غوښتونکې ده.
د اباد او سرلوړي افغانستان په هیله!


و من الله توفیق
د ښځو د سیاسي حقونو د عدالت غوښتنې ډله ـ فیفا

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري