• د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلان په تړاو د فیفا خبرپاڼه

    د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري د پارلماني او ولسوالیو...

  • په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

    په ټاکنو کې د اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ دویمه غونډه

  • مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

    مشرانو جرګې له فیفا ستاینه وکړه

  • په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو ولایت د خلکو د اساسي ستونزو په هکله بحث او پلټنه وشوه

    په بامیانو کې د وکیل او موکل تر منځ غونډه کې د بامیانو...

  • د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

    د ټاکنو اړوند او ښکېلو بنسټونو د همغږۍ غونډه

  • د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر کب میاشتی پوری

    د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر...

  • په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د اساسي اصولو اعلامیه

    په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د...

  • د غوراوي کمېټې او وړاندیزونو په هکله د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو ګډې ډلې د مطبوعاتي خبرپاڼې پر بهیر

    د غوراوي کمېټې او وړاندیزونو په هکله د ټاکنو اړوند د مدني...

  • د ځوانانو د سیاسی ګډون د پیاوړ تیا د کنفرانس رپورټ

    د ځوانانو د سیاسی ګډون د پیاوړ تیا د کنفرانس رپورټ

  • د حج او اوقافو له وزیر سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې غونډه

    د حج او اوقافو له وزیر سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې...

د ۲۰۱۴ ټاکنو نقشه

موږ سره ونښلئ

 Facebook  Twitter

فیفا

«د ولسي جرګې ۸۳ سلنه غړي په دې باور دي چې د سولې خبرې اترې په سمه لوري روانې نه دي»
تېره اونۍ د ملي شورا د دواړو جرګو په فوق العاده غونډه کې د سولې د خبرو اترو او امنیتي مسایلو په اړوند د ولسمشر له وینا څخه وروسته د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) په یوه نظرپوښتنه کې په ولسي جرګه کې له ټول هېواد څخه د خلکو ۵۳ استازو سره د سولې د خبرو اترو، د سولې عالي شورا د لاسته راوړنو او د سولې په ټینګښت کې د پارلمان د رول په هکله پنځه کلیدي پوښتنې شریکې کړې. د دغه رپوټ د موندنو لنډیز ښيي چې زیاتره استازي (۸۳٪) په دې باور دي چې د سولې خبرې اترې په سم لوري روانې نه دي او ۵۷٪ یې هم ویلي چې د دغه بهیر پایلو ته خوشبینه نه دي. یوازې ۱۴٪ ویلي چې پارلمان کولای شي د سولې په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي، خو ۱۵٪ نورو ویلي چې پارلمان د سولې په ټینګښت کې هېڅ رول نشي لوبولای.

نورمطلب لپاره راپود ډانلود کړی 

کابل- د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا له دوه کلونو څخه وروسته د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلانېدل، زموږ د حیرانتیا وړ وګرځېده او د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د کمیسیون له دغه ګام څخه خپله اندېښنه او خواشیني څرګندوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د ټاکنو عددي پایلې خپروي چې د ټاکنو د قانون د ۵۹مې مادې ۳یمې فقرې د حکم پر بنسټ دغه کمیسیون مکلف دی چې د رایو شمېرنو او د شکایتونو کمیسیون پر مټ د رایې ورکونې او رایو شمېرنو اړوند شکایتونو ته د رسېدنې د بهیر له بشپړېدو څخه وروسته د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. له بلې خوا د یاد قانون د ۶۰مې مادې لومړۍ فقره حکم کوي چې «د ټاکنو د وروستۍ پایلو له اعلان څخه وروسته کمیسیون مکلف دی چې ولسشمر، د ولسي جرګې وکیلانو... ته د ټاکنو وثیقه صادره او ورکړي. نو کمیسیون باید څرګنده کړي چې د تېرو نږدې دوه کلونو په اوږدو کې یې ولې د ټاکنو د پایلو عددي شمېرې اعلان نه کړې او همدارنګه د قانون د کومې مادې له مخې د پایلو له اعلان څخه مخکې ولسمشر او مرستیالانو ته وثیقه ورکړل شوه. فیفا د کمیسیون دا کړنه چې د عامه ذهنونو ګډوډېدو او د ټاکنیزو اصلاحاتو د بهیر خرابېدو لامل کېږي، غیرمسلکي او ناسنجولې بولي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ملي او خپلواک بنسټ دی چې خپلې ټولې کړنې باید د قوانینو په رڼا کې ترسره کړي. هر ډول سیاسي او سلیقه یي چلند له بده مرغه چې د دغه ملي بنسټ اعتبار ته تر ټولو زیات زیان رسوي. فیفا د ټاکنیزو کمیسیونونو له غړو څخه غواړي ترڅو د خلکو رایو، قوانینو او ټاکنیز بنسټونو ته په درنه سترګه وګوري او په دې برخه کې ناوړه ګټه اخیستنې او ابهام ته لازیاته لار هواره نه کړي او سیاسي چنو وهلو باندې لاس پورې نه کړي.
فیفا همدارنګه د ملي یووالي له حکومت څخه غواړي ترڅو د ټاکنیز اصلاحاتو د بهیر د بې برخلیکۍ او ابهام وضعیت ته د پای ټکی کېږدي او په دې برخه کې د بندون په له منځه وړلو سره د غوراوي د کمېټې د کار بیا پیلېدو او د ټاکنیزو کمیسیونونو نویو غړو ګمارنې ته لار هواره کړي.

۱۳۹۴ د کب ۵مه
ومن الله توفیق

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې روان کال د جنوري په ۲۵مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په اجراییه ریاست کې یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست سلاکارانو، د لومړۍ مېرمن استازې، د پارلمان غړو، د ښځو د حقونو فعالینو، د بنسټونو، سیاسي ګوندونو او د ښځو د چارو وزارت رییسانو ګډون درلود. د عدالت غوښتنې د دې غونډې موخه په سیاسي او مدیریتي څوکیو کې د ښځو د ونډې زیاتوالي په هکله بحث و.
په دې غونډه کې د «ښځې او سیاسي ګډون» په تړاو د هېواد له ۸ زونونو څخه د فیفا جوړ شوي رپوټ په هکله بحث وشو. د غونډې په پیل کې د اجراییه ریاست د ښځو او ځوانانو د چارو سلاکارې او د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړې مېرمن حبیبه سرابي د موضوع په هکله خبرې وکړې او د فیفا له جوړ شوي رپوټ څخه یې منندوینه او هرکلی وکړ. نوموړې په خپلو خبرو کې د ښځو سیاسي ګډون په برخه کې د فیفا موندنې ګټورې وبللې او په رپوټ کې د شویو وړاندیزونو او موندنو په برخه کې یې د عدالت غوښتنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د فیفا د ښځو او ځوانانو د برخې مسوولې او د پروګرام پرمخ بېوونکې مریم آروین دې غونډې ته د لار هوارولو لپاره د اجراییه ریاست د ښځو او ځوانانو د چارو له سلاکارې څخه مننه وکړه او د ښځې او سیاسي ګډون د رپوټ د موندنو په هکله یې معلومات وړاندې کړل.
مېرمن آروین وویل:"د ښځو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې غړي چې شمېر یې ۲۰ ته رسېږي، د مدني بنسټونو، ملي شورا، ولایتي شوراګانو، سیاسي ګوندونو، خپلواک کمیسیونونو، رسنیو او دولتي بنسټونو فعالې او نخبه ښځې دي چې په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د سیاسي ګډون څخه ملاتړ او پیاوړتیا په هکله په منظمه توګه خپلې غونډې جوړوي." هغې وویل چې فیفا د خپلو فعالیتونو د پراختیا، په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون تر مخ پرتو خنډونو په ګوته کولو او د ښځو د ګډون کمي او کیفي زیاتوالي په موخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو (بلخ، کابل، هرات، ننګرهار، بدخشان، بامیان، کندهار او پکتیا) کې مشورتي غونډې او ګروپي بحثونه هم جوړ کړي ترڅو خپل فعالیتونه د ولایتونو په کچه پراخ کړي. مېرمن آروین وویل:"په مرکز کې د ښځو د سیاسي ګډون لپاره د عدالت غوښتنې د غونډو سربېره فیفا هڅه وکړه ترڅو له ټول هېواد څخه د ښځو په ښکېلولو د سیاسي بهیرونو د سمون په برخه کې د هغو لیدلوری ترلاسه کړي. د همدې لپاره فیفا په ۸ ولایتونو کې ګروپي بحثونه او په ۶ ولایتونو کې مشورتي غونډې جوړې کړې او په ټوله کې ۲۳۳ کسانو په دغو غونډو کې ګډون کړی وو چې له هغو څخه په ګروپي بحثونو کې ټولې ۷۷ ګډون کوونکې ښځې وې او په مشورتي غونډو کې له ۱۵۶ ګډون کوونکو څخه ۱۰۹ یې ښځې وې.

نور مطلب...

(دوشنبه، ۱۳۹۴ د مرغومي ۲۸مه)
«فیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو نه ترسره کېدو او د حکومت او تمویلوونکو بنسټونو په نه همغږۍ کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د نېټې اعلانولو څخه خواشیني څرګندوي او د کمیسیون دغه ګام ناسنجولی او مغشوشوونکی بولي چې پر ټاکنیزو بنسټونو باندې د خلکو د لازیاتې بې باورۍ لامل کېږي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په یوه خبري غونډه کې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نېټه په ګوته کړه. د ټاکنو قانون د ۴۳مې مادې پر بنسټ- چې ټینګار کوي کمیسیون باید له ټاکنو څخه ۱۸۰ ورځې مخکې د ټاکنو ترسره کېدو نېټه اعلان کړي. کمیسیون د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۴مه د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان کړه. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د ژمنو پر بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر تر اوسه نه دی بشپړ شوی او د ټاکنو د روڼتیا لپاره اړین اصلاحات نه دي رامنځته شوي. د کمیسیون یوجانبه ګام که څه هم د اندېښنو د زیاتوالي لامل شوی او حکومت د ټاکنیزو بنسټونو سره مخامخوي، خو له بلې خوا دا چاره کولای شي د یوه فرصت په توګه د اصلاحاتو بهیر ګړندی او پلی کړي. که څه هم د اساسي قانون ۱۵۶مه ماده د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلواکۍ په هکله په بشپړه توګه صراحت لري، خو د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو د قانون د دریمې مادې لومړۍ فقرې له مخې ټاکنیز کمیسیونونه د دولت په چوکاټ کې تاسیس کېږي او فعالیت کوي او باید خپل ټول ګامونه له دولت سره په همغږۍ کې پرمخ یوسي.

کابل – د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون حکومت ته د خپل دویم وړاندیز په وړاندې کولو سره خپل کار په رسمي توګه پای ته ورساوه. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) د وړاندیزونو په لیکلو کې د دغه کمیسیون له هڅو څخه هرکلی کوي او د افغانستان له حکومت څخه غواړي ترڅو د دغو وړاندیزونو په پلي کولو کې بنستیز ګامونه پورته کړي.
د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو په پلي کولو کې د خپلو کړو ژمنو له مخې باید د ټاکنیز نظام د ځانګړو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه پلي کړي. اوس چې ټول وړاندیزونه حکومت ته رسېدلي، فیفا د ملي یووالي حکومت له مشرتابه څخه غواړي ترڅو د دغو وړاندیزونو د پلي کولو لپاره ګامونه پورته کړي او پلي کېدو ته یې لار هواره کړي او هم په دې برخه کې له ټولو دولتي مسوولو ادارو څخه وغواړي ترڅو د اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونو په پلي کېدو کې همکاري وکړي. فیفا همدارنګه له حکومت څخه غواړي ترڅو د سترې محکمې په همغږۍ د اساسي قانون د ۱۰۹مې مادې څخه څرګند تفسیر او د ولسمشر د فرمان ردولو په اړوند د ولسي جرګې کړنه وپلټي او مشخص کړي چې پارلمان په اوسنیو شرایطو کې د فرمان ردولو صلاحیت لري که نه.
فیفا د ولسي جرګې لخوا د «ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو» په اړوند د ولسمشر تقنیني فرمان له ردولو سره خپله ژوره اندېښنه څرګندوي. دغه فرمان د هېواد د حساس وضعیت په پام کې نیولو سره په هېواد کې د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستلو په برخه کې یو پر ځای ګام ګڼل کېده. له بده مرغه چې د جرګې غړو د خلکو د غوښتنو په خلاف هغه بهیر ته چې په هېواد کې یې سیاسي ټیکاو او ډموکراسي پیاوړې کوله، منفي رایه ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې کله چې د ولسي جرګې د تقنین کمېټې د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په قانون کې د تعدیلاتو مخلیکنه جوړه او جرګې ته یې معرفي کړه، زیاترو استازو د اساسي قانون د ۱۰۹مې مادې پر بنسټ د دغو تعدیلاتو پر وړاندې اعتراض وکړ او دا مسوده په عمومي غونډه کې رایې اخیستنې ته وړاندې نشوه. له بده مرغه چې د ولسي جرګې په کړنو کې دغه توپیر ښيي چې وکیلان د ټاکنیزو اصلاحاتو او ملي شورا د ټاکنو ترسره کېدو په هکله د خلکو او موکلینو غوښتنو ته پاملرنه نه کوي او هم له دغه بندون څخه د وتلو لپاره کومه لاره چاره هم نه لري. فیفا د ملي شورا له مشرانو جرګې څخه په درناوي غوښتنه کوي چې د هېواد حساسو شرایطو او بېړنیو اصلاحاتو او د ملي شورا ټاکنو ترسره کېدو په پام کې نیولو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړوند د خلکو غوښتنو ته هرکلی ووایي او د ولسي جرګې چلند خپل نه کړي او د ولسمشر د تقنیني فرمان د غور او کتنې په پړاو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو له بهیر څخه ملاتړ وکړي.
فیفا د ټاکنو د بنسټیزو اصلاحاتو بهیر یوه بېړنۍ اړتیا بولي او په دې برخه کې له ټولو ګامونو څخه ملاتړ کوي. که څه هم د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون د تخنیکي همکارۍ په اړوند د فیفا پرلپسې غوښتنې سربېره مخکې له دې چې وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړي هغه یې د ټاکنو اړوند بنسټونو سره شریک نه کړل، خو بیا هم فیفا له دغه بهیر څخه ملاتړ کوي او د اصلاحاتو کمیسیون د وړاندیزونو په پلي کولو کې تخنیکي او تسهیلاتي همکاریو ته تیار دی. د یادونې وړ ده چې د ټاکنیزو وړاندیزونو دویمې کڅوړې د محتوا په هکله د فیفا دریځ به د هغې له هراړخیزې لوستنې او کتنې وروسته له رسنیو او خلکو سره شریک کړای شي.

18/11/2015
د فیفا موسسې د عدالت غوښتنې خپله اوومه غونډه د کلیو د پراختیا وزارت د پروګرامونو د معینیت له سلاکار هارون رشید او د یاد وزارت د وړتیا د لوړولو مسوول افغان په مرسته جوړه کړه. په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې د بنسټونو او د رسنیو استازو هم شتون درلود.
د غونډې په سر کې د فیفا د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د ټاکنیزو اصلاحاتو د اهمیت، د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې د فیفا او د کاري ډلې د هڅو او په راتلونکو ټاکنو کې په تېره بیا د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د کلیو د پراختیا وزارت د رول په هکله په تفصیل سره څرګندونې وکړې.
ورپسې د کلیو د پراختیا وزارت د پروګرامونو د معینیت سلاکار هارون رشید له فیفا موسسې او د عدالت غوښتنې د ډلې له غړو څخه په مننې د فیفا دغه کار یو نېک ګام وباله او منندوینه یې وکړه. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري ترڅو د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې هم وکړي چې دغه بهیر تیاریو ته اړتیا لري، د کلیو د پراختیا وزارت چې د کلیو او ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو د جوړولو تجربه لري، په دې برخه کې له اړوند بنسټونو څخه څه مرسته کولای شي او دا شوراګانې یې له کوم میکانیزم څخه په ګټې جوړې کړې دي.
نوموړي ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
ورپسې ښاغلي افغان څرګنده کړه چې د هېواد په کلیو او بانډو کې د ستونزو هواري لپاره چې هغه مهال د سیمه ییزو ارګانونو په نامه کومه اداره نه وه، د کلیو او ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو د جوړولو لپاره یې خپل کار پیل کړ چې د کلیو پراختیایي شورا یا (CDC) یې رامنځته کړل چې شمېر یې ۳۵۰۰۰ شوراګانو ته رسېده. په دویم پړاو کې د ولسوالیو په کچه د اړتیا او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو له کبله پرېکړه وشوه چې د ټاکنو په یوه عمومي غونډه کې دوه نارینه او یوه ښځه د کلي له هرې پراختیایي شورا څخه د ولسوالۍ پراختیایي شورا غړي وټاکي چې شمېر یې د هرې ولسوالۍ د نفوسو له مخې توپیر لري. د ولسوالۍ د پراختیایي شورا د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
د کلیو د پراختیا وزارت توانېدلی چې د ولسوالۍ ۳۸۹ پراختیایي شوراګانې رامنځته کړي، چې یوازې په پکتیکا ولایت کې ۶ ولسوالۍ د ولسوالۍ پراختیایي شوراګانې لري او ۱۴ ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله تر اوسه نه یو توانېدلي چې د ولسوالۍ پراختیایي شورا رامنځته کړو. په ۲۹ ولایتونو کې چې یوشمېر کلي په مرکز کې دي او د دې لپاره چې له اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو څخه بې برخې پاتې نشي، د ولسوالۍ پراختیایي شورا رامنځته کړي دي. که چېرې موږ وتوانېږو د پکتیکا ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې پراختیایي شوراګانې رامنځته کړو، زموږ د ټولو پراختیایي شوراګانو شمېر ۴۰۴ شوراګانو ته رسېږي چې د دغو شوراګانو غړي د درې کلونو لپاره ټاکل کېږي.
په ۵ ولایتونو کې په هغو مرکزونو کې چې د ښاروالۍ پر مټ اداره کېږي، پراختیایي شوراګانې نه دي رامنځته شوي چې د ننګرهار، بلخ، کندهار، کابل او هرات ولایتونه دي.
د هېواد په کچه ۳۰۰ پراختیایي شوراګانې د کلیو د پراختیا وزارت په مرسته دفترونه لري.
د شوراګانو د رامنځته کولو پر مهال پر دې هوکړه وشوه چې باید د شوراګانو په جوړښت کې نیمایي ښځې وي او که چېرې په ځینو ځایونو کې ښځې غړیتوب ته حاضرې نشوې، نو ځای یې تش پرېښودل شي. په دې برخه کې د کلیو د پراختیا وزارت ډېر کارونه کړي ترڅو کومې پروژې چې د ښځو لپاره ځانګړې شوي، په یوه ولسوالۍ کې د همغې ولسوالۍ د شورا د ښځو پر مټ پلي شي. اوس مهال په پراختیایي شوراګانو کې د ۲۵ څخه تر ۳۳ سلنې تر منځ ښځې غړیتوب لري.
نوموړي زیاته کړه چې د کلیو د پراختیا وزارت د خپلو اسانتیاو په چوکاټ کې حاضر دی په ټاکنیزو بهیرونو کې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره د کلیو او ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو له لارې مرسته وکړي.

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري