مطبوعاتی اعلامیه.
کابل۲۴/۱۱/ ۲۰۱۰م
دافغانستان دازاد وعادلانه ټاکنو بنسټ(فیفا) چی ۱۳۸۹ کال دولسی جرګی دټاکنود بیلابیلو پړاونولکه : دنوماندانونوم لیکنه،دشکایاتوڅیړنه اوبیا دوروستیو پایلوتردمه دغه پروسه دیوځانګړی میکانیزم له مخي په دقیقه توګه څارلي چه دیو لړبې نظمیواوګډوډیوشاهده وه. او پدی اړوندیې خپل راپورونه په منظمه توګه مربوطه مراجعوسره شریک کړی دي.
د۱۳۸۹کال دولسی جرګي دټاکنو دورستیو پایلو اعلان دټاکنو اړونده ادارولپاره یوارزښتناکه موقع اوفرصت په لاس ورکوي،ترڅودټاکنیزنظام په اصلاح کي خپله ژمنتیا په ډاګه کړي.
دټاکنو دنظام داصلاح په موخه دهڅو پیل په داسي حال کي چی دولسی جرګی دټاکنو پروسه پاي ته رسیدلي کولای شي چه په هیوادکي ددیموکراسي دپیاوړتیا لپاره یوارزښتناکه ګام وبلل شي.
د۱۳۸۹کال دولسی جرګی دټاکنودورستیو پایلو په اړوند دنوماندانو اورایې ورکونکوسره دبی عدالتی احساس داجوته وی چه دټاکنو دنظام اصلاح یواړین امردي، دټاکنو نظام باید داسي اصلاح شي:
ترڅودټاکنو اړونده اداری خپل قانون مسوولیتونه په زیات روڼتوب سره سرته ورسوي.
نیوکو او شکایتونو ته درسیدني میکانیزم په ځانګړی توګه هغه شکایتونه چی دناقانونه وسلوالوګروپونوسره دنوماندانو تړاو اویاهم هغه شکایتونه چی دټاکنواداروناقیصو اجراتو څخه رامینځ ته کیږی باید اصلاح شې.
همدارنګه څارونکو او دنوماندانو استازو ته باید پروسي ته دلاس رسي په لاره کي ...
